په لویو لارو باروړونکیو موټر چلونکو له پولیسو او غلو شکایت لری

په لویو لارو باروړونکیو موټر چلونکو له پولیسو او لو شکایت لری

په بغلان ولایت کې د بار وړونکو موټر چلوونکي وايي، چې له یوې خوا غله او له بل لوري د دې ولایت په لویه لار کې پولیس ترې باج اخلي.

دغه موټر چلوونکي شکایت کوي، چې د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد پر مهال ټول قانوني اسناد له ځان لري، خو پر وینا یې “وسله بیا اسناد نه پېژني”.

دوی خبرداری ورکوي، چې که پولیس له دغه ډول باج اخیستلو ډډه ونه کړي، د سوداګریزو توکو لېږد چارې به ودروي.

د دغو موټر چلوونکو پر وینا، دوی اړ دي، چې د لویې لارې په اوږدو کې هرې امنیتي پوستې ته په ناقانونه توګه له ۵۰ تر ۱۵۰ افغانۍ ورکړي.

د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع د پولیسو له خو باج اخیستل ردوي او وايي، چې امنیتي ځواکونه د بغلان خلکو او لویو لارو د امنیت ټینګښت دنده لري.

د شجاع پر خبره، که چېرې د پولیسو له خوا د باج اخیستلو په اړه کره شواهد پیداکړي، عاملینو ته به یې سزا ورکړي.

دی وايي، چې تر اوسه په دې اړه دوی ته رسمي شکایت نه دی شوی.

د بغلان لویه لار د شمال نهو ولایتونو د سوداګریزو توکو د لېږد مهمه لار ده او له دې لارې د حیرتان او شیرخان بندر له کابل سره نښلېږي، چې د ورځې سلګونه بار وړونکي موټر له اوزبکستان او تاجکستان څخه کابل ته تګ را تګ کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *