په استانبول کی د چاودنو له امله د مرګ ژوبلې شمیره له ۱۹۰ اوښتې ده

په استانبول کی د چاودنو له امله د مرګ ژوبلې شمیره له ۱۹۰ اوښتې ده

په ترکیه کی د استانبول په ښار کی د تروریستي عملونو د قربانیانو شمیر زیاتیږي. د وروستیو معلوماتو له مخې، ۳۸ کسان وژل شوي او ۱۵۵ ټپي شوي دي. د قربانیانو زیات شمیر د پولیسو ماموران دي. لکه څرنګه چی د ترکیې د کورنیو چارو وزیر خبر ورکړ، چاودیدونکې آله په موټر کی ځای پرځای شوې وه. هغه د ریموټ کنترول په وسیله چول شوی ده. چاودنه سپورتي ستدیوم ته نژدې د ترکیې د لوبو د عالی لیګ د «بیشیکتاش» او «بورساسپور» د ټیمونو تر مسابقې وروسته پیښه شوه. د چاودنې غږ د استانبول په نور سیمو کی هم واوریدل شو. د ترکیې حکومت دا ناوړه پیښه تروریستي عمل بللۍ دی. چاودنه له غرمې نه وروسته په سیمه ایز وخت په ۲۲ بجو او ۱۵ دقیقو د بیشیکتاش په سیمه کی د استانبول په مرکز کی د ستدیوم په څنګ کی پیښه شوه. خبرورکړۍ شوی چی خبره د هغه بم پر سر مطرح ده چی په موتر کی ایښودل شوی وو. عیني شاهدانو د دسپورتي ستدیوم په سیمه کی، چیرې چی لوبه پای ته رسیدلې، د اورلګیدو په هکله خبر ورکړی. همدارنګه د عیني شاهدانو د معلوماتو له مخي، د ډزو غږونه هم اوریدل شوي. د ټولنیزو شبکو د معلوماتو سره سم، ناپیژندل شوو کسانو چاودیدونکې آله د هغه موټر له کړکۍ نه وغورځوله چی له سیمې تیریده او وروسته له سیمي وتښتیده. اوس په سیمه کی پولیس کار کوي. پولیسو تر چاودنې سملاسي وروسته سیمه محاصره کړه. په ښار کی امنیتي اقدامونه سخت شوي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سایلو معلومات ورکړل:« دا پلان شوۍ او خائینانه برید وو. زموږ همکاران څیړنې تر سره کوي. دوه چاودنې شوې دي، یوه چاودنه د ستدیوم تر څنګه او بله د ماچکا په پارک کی». په استانبول کی د روسیې په جنرال قونسلګرۍ کی ویل شوی چی د ښار په مرکز کی د چاودنې په وخت کی د روسیې د زیانمن شوو اتباعو په هکله معلومات په واک کی نه لري. د ترکیې د ترانسپورت وزیر اخمید ارسلان دا ناوړه پیښه تروریستي عمل وباله. هغه په تویتر کی په خپله پاڼه کی پر پیښې رڼا واچوله او زیانمن شوو کسانو ته یې د عاجلې روغتیا غوښتنه وکړه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *