د سوريې په حلب ښار کي د دولتي سرتيرو په پرمختگ سره داعش په پالميرا ښار بريد کړی

د سوريې په حلب ښار کي د دولتي سرتيرو په پرمختگ سره داعش په پالميرا ښار بريد کړی او ددي ښار  ځینې سيمي يي نيولي دي خو دولتي سرتيرو ويلي چي سيمي ته د نويو ځواکونوپه را رسيدو سره داسيمي بيرته له داعش څخه نيول شوې دي

په پالمیرا ښار د داعش له لوري برید له نهو میاشتو وروسته کله چې دا ښار د سوریې دولتي سرتیرو له داعش څخه نیولی وو تر سره شوی دی. په سوریه کې د بشر حقونو ځانګې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، داعش وسله والو، پّ داسې حال کې چې د سوریې دولتي سرتیري په حلب  کې په جګړه بوخت وو پر دې ښار یې برید کړی او ددې ښار ځینې سیمې یې نیولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوریې دولت ویلي، دا ښار سیمې ته د نویو سرتیرو په را رسیدو او د روسیې په هوایي بریدونو سره بیرته له وسله والو نیول شوی دی. اوس مهال هم د پالمیرا ښار په لویدیځ او شمال کې د دولتي سرتیرو او داعش وسله والو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

په ورته حال کې د روسیې  دفاع وزارت اعلان کړی چې د سوریې په حلب کې یې زرګونه کسان له کلابندیه ژغورلي دي. په داسې حال کې چې د سوریې دولت وسله وال مخالفین په حلب ښار کې له ځانه مقاومت ښیي خو دولتي سرتیرو ادعا کړي چې تر راتلونکو څو ورځو به دا ښار په بشپړه توګه له خپلو مخالفینو پاک کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *