په يمن کې خوارځواکۍ زره بوگنونکي حالت رامنځ ته کړی دی

په يمن کې خوارځواکۍ زره بوگنونکي حالت رامنځ ته کړی دی

کله چي په دي هيواد کي د اتلس کلنې نجنلۍ انځورونه په رسنيو کي خپاره شول په دي هيواد کي د خوارځواکۍ پر وړاندې انديښني ډيرې شوې دي او ځينې اداري لاس په کار شوي دي    د سعيدي کورني ويلي اوس مهال ددي روغتيايي حالت ښه دي

له اونیو هڅو وروسته د سعیدې احمد بقیلي ستوڼۍ د خوړو لپاره پرانستل شو او په ډیرې سختۍ سره یې مسکا په شونډو ولیدل شوه. ددې اتلس کلنې یمنۍ نجلۍ پلار وایي: ددې وزن له کله چې تر څارنې لاندې نیول شوې دوه برابره شوی چې ده او سعیدې ته د ژوندي پاتې کیدو هیله رامڼځ ته شوې ده.

احمدعلي بقيلي- “ده ویلي مونږ ددې د درملنې لپاره صنعا ته کډه وکړه  دا چې د خوار ځواکۍ په ناروغۍ اخته وه تر اوسه هم جدي پاملرنې ته اړتیا لري   کله چې مونږ دلته راغلو ددې وزن نهه کیلو او پنځوس ګرامه وو خو اوس دا کچه شپاړسو کیلو ګرامو ته رسیدلی.”

د یمن په جګړه کې  چې له شلو میاشتو راهیسې دوام لري د دیارلس سوه څلور نویم کال له وري میاشتې راهیسې د عربستان په مداخلې سره چټکه شوې چې له امله یې تر اوسه په زرګونه کسان وژل شوي او په میلیونونه نور کډوالی ته اړ شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *