پاکستاني رسنيو د ولسمشر غني پر وړاندي له سپکاوي کار اخستی دی

پاکستاني رسنيو د ولسمشر غني پر وړاندي له سپکاوي کار اخستی دی

د آسيا زړه هيوادونوپه ناسته کې د ولسمشر څرگندونو پر وړاندې پاکستاني رسنيو د ښاغلي غني په سپکاوي او دوی ته په بد ويلو لاس پورې کړی  خو ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر څرگندونې د ريښتينولی له مخي بولي او د  پاکستاني رسنيو  غبرگون له افغان سولي سره ددې هيواد مخالفت گڼې

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلی، هغه څه چې افغان ولسمشر ویلي طبعي او د ریښتینولی له مخې دي او هغه کسان چې ددې ډول څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښیي په افغانستان کې د سولې او امنیت مخالفین دي. د ولسمشر محمد اشرف غني پر وړاندې پاکستاني رسنیو له هغه وروسته په بد ویلو او سپکاوي لاس پورې کړ کله چې په هند کې د آسیا زړه هیوادونو په ناسته کې یې څو  ځله پاکستان د بنستپالۍ او ترهګرو ملاتړۍ هیواد وښود او د پاکستان ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ته، چې په دې ناسته کې یې د پا کستان په استازیتوب ګډون کړی وو مخامخ وویل: پآکستان د هغه پنځه سوه میلیونه ډالره مرسته چې د افغانستان لپاره یې په پام کې نیولې د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې د ترې کار واخلي، ځکه هر ډول مرسته له سولې او امنیت پرته د افغانانو درد نشي درملولی. اسلام آباد ته په رسیدو سره سرتاج عزیز وویل ولسمشر غني هغه خبرې وکړي کوم چې هند غوښتې. بله خوا امریکایي څیړونکي مایکل کوګلمن د افغان حکومت دریځ پر خای ښودلی ویلي یې دي، افغانستان د هند په اشاره چلند نکوي خو دا پاکستان دی چې افغانستان او یو شمیر نورو هیوادونه له هند سره د دښمنۍ په هنداره کې ویني.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *