د بروکسل په ناسته کي د حکومت تولي ژمني به تر راتلونکو 12 ورځو پلې شي

د بروکسل په ناسته کي د حکومت تولي ژمني به تر راتلونکو ۱۲ ورځو پلې شي

د ماليې وزير اکليل حکيمي ويلي د بروکسل ناستي   ۴۸ وړانديزونو پلي کول تر څلورو کلونو له هيواد سره د نړيوالې ټولنې څوارلس اعشاريه دوه ميليارده دالرو مرستي ته لاره هواروي

د مالیې وزارت اعلان کړی چې، د بروکسل ناستې ته د افغان حکومت د اته څلویښتو ژمنو څخه یواځې اته یې پاتې دي چې تر دولسو ورځو به پلې شي.

اکلیل حکیمي د ټاکنو په بهیر کې د سمون راوستل، په عدلې او قضایي اداروو کې د عدالت پلې کول او د اداري فساد پر وړاندې د مرکزونو رامنځ ته کول هغه ژمنې وښودې چې افغان حکومت دبروکسل په ناسته کې له نړیوالې ټولنې سره کړې وې.

له دې سره دوی ویلي شپږ میاشتې وروسته د سمون څآرنې لپاره یوه بله ګډه ناسته پیلیږي او حکومت به په دې ناسته کې نړیوالې ټولنې ته د بروکسل ناستې د ژمنو د پلي کیدو په هکله ریپوټ وړاندې کړي. له دې سره دوی د ټولو وزارت خونو له مسولینو وغوښتل ترڅو تر دولسو ورځو د سمون راوستلو ریپوټ دوی ته وسپاري.

د روان کال د اکتوبر میاشتې په پنځه نیټه د  افغانستان په هکله د بروکسل ناسته تر سره شوه. په دې ناسته کې د نړۍ اویا هیوادونو او شلو نړیوالو بنسټونو استازو ژمنه وکړه، که چیرې افغان حکومت پر ځینو سمونونو لاس پورې کړي، تر راتلونکو څلورو کلونو به له دې هیواد سره څورالس اعشاریه دوه میلیارده ډالره مرسته وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *