دسوريې حلب ختيځې اتيا سلنه سيمه دولتي سرتيرو نيولي ده
دسوريې حلب ختيځې اتيا سلنه سيمه دولتي سرتيرو نيولي ده په ورته حال کي په دي سيمه کي په سلگونه د دولت وسله والو مخالفينو د تسليمي اعلان کړی او له خپلو کورنيو سره له دي سيمي وتلي دي
د سوریې پوځ اعلان کړی چې د حلب په ختیځ کې د وروستیو پرمختګونو له مخې نن سهار هم دولتي سرتیري په دې بریالي شول ترڅو ددې سیمې درې ښارګوټي ونیسي. دوی ویلي په دې سیمه کې د وسله والو مخالفینو مورچلې په ناببره توګه نړیدلې، ډيری وسله وال د خپلو وسلو په پریښودلو سره سویلي لوري ته تښتیدلي دي او ډيری یې تسلیم شوي دي.
د سوریې لپاره د بشر حقونو ځآنګې چې مرکز یې په لندن کې دی، د دولتي سرتیرو پرمختګ پخلی یې کړی او د سوریې دولتي ټلویزیون اعلان کړی چې د دولت وسله وال مخالفینو لیکې په دریو ښارونو کې نړیدلې دي.
په همدي حال کې د سوریې پوځ ادعا کړې چې په سلګونه وسله والو د تسلیمۍ غږ پورته کړی او له خپلو کورنیو سره له دې سیمې وتلي دي.