د بریتانیا پارلمان له اروپایي ټولنې وتلو ته رایه ورکړه

د بریتانیا پارلمان له اروپایي ټولنې وتلو ته رایه ورکړه

د بریتانیا پارلمان له اروپایي ټولنې د وتلو لپاره د دولت مصوبې په تایید سره، نن چهارشنبې رایه ورکړه چې له ټولنې د وتلو لومړنۍ خبرې دې د راتلونکي ۲۰۱۷ کال د مارچ تر پایته رسېدو وړاندې شاوخوا درې میاشتو پورې پيل شي.

د بریتانیا پارلمان ۴۶۱ استازو له اروپایي ټولنې وتلو ته موافقه رایه ورکړه او یوازې ۸۹ کسانو د دغې طرحې مخالفت وکړ.

د پارلمان استازو همداراز د دغه هېواد د کارګر ګوند له غوښتنې ملاتړ وکړ چې غواړي دولت له اروپایي ټولنې د بریتانیا د وتلو مهالویش جدول خپور کړي.

بریتانیا دولت ددغه جدول له مخې؛ دا هېواد تر دوو کلونو خبرو وروسته په ۲۰۱۹ کال کې له اروپایي ټولنې وځي.

+ بریتانیا تر وتلو پورې غواړي اروپایي ټولنه کې بشپړ رول ولري

د روان کال د جون پر ۲۳ د بریتانیا ۵۱،۹ سلنه وګړو په ټولپوښتنه کې له اروپايي ټولنې وتلو ته رایه ورکړه.

له اروپایي ټولنې وتلو ته د بریتانیا د خلکو رایې په دغه هېواد کې او نړیواله کچه اغېزې درلودې چې یو یې د پخواني لومړي وزیر ډ وه چې پرځای یې تیرېزا می وټاکل شوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *