سعودي عربستان ١٥ کسان د ایران لپاره د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم کړل

سعودي عربستان ١٥ کسان د ایران لپاره د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم کړل

د سعودي عربستان رسنیو خبر ورکړی چې د رېاض یوې محکمې د سه شنبې په ورځ ١٥ کسان د دغه هیواد د شاهي سلطنت دښمن هیواد ایران ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړل.

دا اقدام به په سیمه کې د سیالو قدرتونو ترمنځ سړې اړیکې نورې هم ترینگلې کړي.

د الریاض ورځپاڼې په خپل ویب پاڼې کې لیکلي دي چې د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې جنایي محکمې ٣٢ تنه چې ٣٠ سعودي اتباع، یو ایرانی او یو افغان پکې شامل دی، محاکمه کړل.

د تورنو کسانو نومونه ندي په ډاگه شوي او د بښنې نړیوال سازمان د محاکمې پر بهیر باندې نیوکه کړې ده او دا اقدام یې “په عدالت باندې ملنډې او د بشري حقونو نه جدي سرغړونې بللې ده.”

د سعودي دولتي مطبوعاتو د فبروري په میاشت کې خبر ورکړ چې داسي یوه ستره شبکه یې نیولې ده چې د ایران د استخباراتو سره په لاس لرلو تورن دي او د سعودي د پوځ په هکله یې ډیر حساس مالومات ایران ته ورکړي دي.

د راپورونو په اساس محاکمه شوي کسان د سعودي د اقتصادي گټو په وړاندې په خرابکارۍ، د فرقه ای جگړو په هڅولو، د جاسوسانو په استخدام او د حکومت ضد مظاهرو لپاره د خلکو په راټولو باندې تورن و.

د بښنې نړیوال سازمان وایي له ٣٢ کسانو څخه دوه تنه بښل شوي دي. داسې ویل کیږي چې محاکمه شوي کسان د کال ٢٠١٣ او ٢٠١۴ په منځ کې له کوم حکمه پرته نیول شوي و.

د بښنې نړیوال سازمان یو چارواکي، سمیع حدید د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي”نیول شوي کسان د مدافع وکیل نه پرته بیا بیا تر پوښتنې لاندې راوستل شوي او په زوره ورنه اعتراف اخیستل شوی.” ښاغلي حدید زیاته کړه “د یوې خندوونکې محاکمې نه وروسته د ١٥ کسانو اعدامول چې د منصافانه محاکمې اساسی معیار پکې په نظر کې نه دی نیول شوی د عدالت په مخ یوه څپیړه ده.”

د جنوري په میاشت کې د سعودي عربستان په ضد په ایران کې مظاهرې

د جنوري په میاشت کې د سعودي عربستان په ضد په ایران کې مظاهرې

د سږکال جنوري له میاشتې را پدیخوا د اکثریت سني مذهبه سعودي عربستان او اکثریت شیعه مذهبه ایران ترمنځ اړیکې وروسته له هغه ترینگلې شوې چې سعودي عربستان یو مهم شیعه مذهبي عالم د ۴٦ ملگرو سره یو ځای اعدام کړ.

سعودي عربستان د ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې وروسته له هغه ختمې کړې چې مظاهره کوونکو په ایران کې د دوو سعودي دیپلوماتانو په استوگنو یرغل وکړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *