په افغانستان کې د بندي ماشومانو وضعیت ډاډمن دی

په افغانستان کې د بندي ماشومانو وضعیت ډاډمن دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) ویلي؛ په دغه هېواد کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د ماشومانو وضعیت ښه شوی دی.

د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزونو ددغه سازمان د څېړنې له مخې، په دغو ځایونو کې داسې تدابیر په پام کې نیول شوي د ملګرو ملتونو لخوا پام کې نیول شویو حد اقل معیارونو سره برابر دي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې، په دغو مرکزونو له ۱۰۰۰ ډېر ماشومان ساتل کېږي چې نژدې ۱۰۰ یې پېغلې نجونې دي.

یوناما د افغانستان دولت ته وړاندیز کړی چې ټولنې ته د ځوانو زندانیانو بېرته ستنولو ته ډېر پام وکړي.

د یوناما د قانون حاکمیت برخې رییس مایکل هارټمن ویلي؛ “زموږ څېړنې ښيي د هغو ځوانانو اړتیا پورته کولو ته د دولت هڅې ښې شوي دي چې تر نظارت لاندې دي.”

هغه زیاته کړې د افغانستان د عدلیې او پوهنې وزارتونه د بندي ځوانانو د بیا پیاوړي کولو او د هغوی د ژوند چاپیریال وضعیت ښه والي لپاره لا هم نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

دغې ادارې زیاته کړې، ددوی څېړنې ښيي چې افغانستان نړیوالو معیارونو ته د رسېدو په برخه کې پرمختګ کړی، خو د ماشومانو د اصلاح او روزنې په ټولو ۲۴ مرکزونو کې د پرمختګ کچه یو ډول نه ده.

یوناما زیاته کړې، نیمګړتیاوې په هغو مرکزونو کې لیدل کېږی چې د افغانستان د عدلیې وزارت لخوا جوړې شوې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *