پاکستان د له افغانستان سره 500 ميليونه ډالره مرسته په پاکستان کي د ترهگرو پرمخنيوي ولگوي

پاکستان د له افغانستان سره ۵۰۰ ميليونه ډالره مرسته په پاکستان کي د ترهگرو پرمخنيوي ولگوي

ولسمشر غني د آسيا زره  هيوادونو په ناسته کي له دي سره د بهرنيو ترهگرو د گواښ په هکله انديښنه څرگنده کړې ويلي يي دي کابل له ترهگرو سره د مبارزي په برخه کي مرستو ته اړتيا لري

له دې سره د هند لومړي وزير هم ترهگري نه يواځې د افغانستان بلکې د سيمي او نړۍ لپاره يي گواښ ښودلې دي

په هندې کې د افغانستان په هکله د آسیا زړه هیوادونو ناسته، د نړۍ څلویښتو هیوادونو د استازو په ګډون د ولسمشر محمد اشرف غني او نارندرا مودي په وینا وو سره پیل شوه.

ولسمشر محمد غني په دې ناسته کې په افغانستان کې له دیرشو ترهګریزو ډلو څخه یادونه کړې ویلي یې دي دا ترهګریزې ډلې په افغانستان کې د مرکزونو په رامنځ ته کولوسره د سیمې او نړۍ د ناامنه کولو هڅې کوي. دوی ویلي د کابل او اسلام آباد ترمنځ یوه لاسلیک شوې هوکړه شتون لري خو له دې سره د یوې نه اعلان شوې جګړې له مخې د یوه بل پر وړاندې ولاړ دي. دوی دطالبانو یوه قومندان د څرګندونو یادونه کړې ویلي یې دي که چیرې طالبان په پاکستان کې مرکزونه ونلري په افغانستان کې ددوی مرکزونه تر یوې میاشتې دوام نشي کولای.

ښاغلي غني پّ دې ناسته کې یو ځل بیا پاکستان د ترهګرو ملاتړی او صادرونکی هیواد وښود او ددې هیواد په خاوره کې یې د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې غوښتنه وکړه

“دوی ویلي پآکستان د سخاوت له مخې د افغانستان له بیا رغاونې سره پنځه سوه سوه میلیونه ډالره مرسته کړې ده خو ښاغلی عزیز! دا پانګه له سولې پرته ارزشت نلري ځکه له سولې پرته به دا ډول مرستې زمونږ د خلکو اړتیاوې بشپړې نکړي.”

ولسمشر ویلي، له ترهګروسره مبارزه د سیمې هیوادونو ګډو هڅو ته اړتیا لري. دول له نړیوالې ټولنې وغوښتل ترڅو پآکستان دې ته اړ کړي چې له ترهګرۍ سره په ریښتنې توګه مبارزه وکړي. دوی زیاته کړې، دوی به د تور لګولو بازار ته ننه نه وځي خو په هیواد کې د تلفاتو ډيرښت هم د زغملو وړ ندی نو له دې مخې باید داسې کار تر سره شي چې د ترهګرۍ مخنیوی وشي.

په دې ناسته کې د هند لومړي وزیر ویلي، له ترهګرۍ سره مبارزه ګډې همکارۍ ته اړتیا لري او د آسیا زړه هیوادونه باید په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره لاس په کار شي. دوی زیاته کړې، ترهګر له بهر هیوادونو څخه دې هیواد ته ننوځي او په دې هیواد کې د سولې او امنیت په لاره کې خنډونه رامنځ ته کوي. دوی ویلي افغانستان د سیمې نښلیدونکی هیواد دی او هر څومره چې له دې هیواد سره د امنیت او اقتصاد په برخه کې مرسته او همکاري وشي د ټولو په ګټه به وي.

افغانستان، پاکستان، آذربايجان، چين، هند، ايران، قزاقستان، قرقيزستان، روسيه، عربستان سعودي، تاجکستان، ترکيه، ترکمنستان او عربي امارات د آسیا زړه هیوادونو د ټولنې غړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *