امریکا ته د ایران غوځ ځواب

امریکا ته د ایران غوځ ځواب

د امریکا کانګرس پر ایران د بندیزونو د اوږدولو لایحه ولسمشر اوباما ته وړاندې کړې خو ایران یې په اړه خبرداری ورکړی.

د متحدو ایالتونو کانګرس تیره اونۍ د ایران پر اسلامي جمهوري د لسو نورو کلونو لپاره د بندیزونو د اوږدولو لایحه تایید کړه.‌ دغه لایحه باید ولسمشر باراک اوباما توشیح کړي.

د یکشنبې په ورځ ایراني ولسمشر حسن روحاني دغه کار ته په غبرګون کې وویل چې د کانګرس لایحه د ایران او د شپږو زبر ځواکونو ترمنځ د اتومي تړون خلاف اقدام وباله.

د تړون له مخې ایران به خپل اتومي پروګرام دروي او په بدل کې به یې نړیوال پر هغه هېواد لګېدلي اقتصادي بندیزون لري کوي.

د ښاغلي روحاني خبرې د ایران پر تلویزون هم خپرېدې، هغه وویل “د امریکا ولسمشر اړ دی چې د دغې پرېکړې او په خاص ډول د هغې د عملي کېدو د مخنیوي لپاره خپل اجرايي واک وکاروي. که دا سرغړونه همداسې روانه وه، موږ به یې قوي ځواب ووایو”.

ولسمشر اوباما دغه لایحه د جمعې په ورځ لاسلیک کړي چې په قانون بدله شي.

امریکايي چارواکي وايي نوې لایحه له ایران سره اتومي تړون نه زیانمنوي او همدغه راز دا لایحه د دې لپاره هم ښه ده که ایران له شوي تړون څخه سرغړونه وکړي، بندیزونه به پرې بیا ولګول شي.

د ایران د ارنا خبري اژانس وايي د یکشنبې په ورځ د ایران د پارلمان د ۲۹۰ غړو له ډلې یې ۲۶۴ کسانو یوه اعلامیه خپره کړې او له حکومت نه یې وغوښتل چې د خپل هستوي پروګرام غني کول بیا پیل کړي.

تېره میاشت د ایران روحاني مشر ایت الله علي خامنه يي هم ویلي که امریکا پر ایران بندیزونه روان وساتي دوی به یې پر ضد قوي غبرګون وښيي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *