ولسمشر باید له رسنیو بښنه وغواړي

ولسمشر باید له رسنیو بښنه وغواړي

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) ددغه هېوادې له ولسمشر نه غوښتي چې د افغانستان له رسنیو بخښنه وغواړي.

دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ په خپله خبرپاڼه کې امنیتي ځواکونو ته وینا کې د ولسمشر محمد اشرف غني تازه څرګندونې د افغانستان ټلوېزیونونو او د رسنیو برخې کارکوونکو ته سپکاوی بللی دی.

ښاغلي غني دوه ورځې وړاندې چې د افغانستان شمالي ولایت بلخ د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره د بلخ مرکز مزار شریف ښار ته تللی و، ۲۰۹ شاهین قول اردو ته لاړ او امنیتي ځواکونو ته یې وینا وکړه.

د افغانستان په رسنیو کې قضاوتونو ته پام ونه کړي… ټلویزیونونه یوې خواته پرېږدئ، پرېږدئ له هغوی باد ووځي، له تاسو بمونه وځي

هغه له پوځیانو مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د افغانستان په رسنیو کې قضاوتونو ته پام ونه کړي. هغه وویل؛ “ټلویزیونونه یوې خواته پرېږدئ، پرېږدئ له هغوی باد ووځي، له تاسو بمونه وځي.”

نی په خپله نننۍ خبرپاڼه کې لیکلي؛ “له یوه تکنوکرات او تحصیل لرونکي ولسمشر نه دا توقع نه کېده چې دا ډول څرګندونو سره رسنیو او په ټوله کې دې هېواد کې د بیان ازادۍ ته سپکاوی وکړي.”

نی زیاته کړې؛ د افغانستان رسنۍ د امنیتي ځواکونو ملاتړي دي او د هغوی په څېر له ترهګرۍ سره په مبارزه کې یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي او د حکومت لخوا ددغو قربانیو په پام کې نه نیول د خواشینۍ خبره ده.

وړاندې تردې د افغانستان ولسمشر په وار وار په دغه هېواد کې د بیان له ازادۍ ملاتړ ښوولی دی. هغه د لومړي ځل لپاره د افغانستان په حکومت کې یو شخص د بیان ازادۍ سفیر په توګه وټاکه.

هغه همداراز کابل کې د موبي رسنیز ګروپ پر کارکوونکو د طالبانو ځانمرګي برید وروسته وویل؛ د بیان ازادي د معاملې وړ نه ده او دولت یې د بیان ازادۍ ساتنې ته ژمن دی.

د ولسمشر غني وروستیو څرګندونو په ټولنیزو شبکو کې ډېرو کسانو غبرګون ښوولی. د ښاغلي غني د خبرو ددغې برخې ویډیو څو څو ځله خپره شوې او ډېرو رسنیو فعالانو پرې نیوکه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *