د روسیې ولسمشر ویلي د امریکا له نوي ولسمشر سره به ښې اړیکې ولري

د روسیې ولسمشر ویلي د امریکا له نوي ولسمشر سره به ښې اړیکې ولري

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ولس ته په خپله کلنۍ وینا کې په یو غیر عادي دوستانه انداز ویلي چې مسکو د واشنگټن د راتلونکې ادارې سره ښه اړیکې غواړي او د دښمنانو نه بلکه د دوستانو د موندلو په لټه کې دی.

پوتین دمخه په پخپلو ویناو کې هڅه کوله چې پر لویدیځ په ځانگړې توگه پر متحده ایالاتو باندې گزارونه وکړي، خو دا ځل هغه له انتقادي څرگندونو ډډه کړې او د خپلې وینا زیاته برخه یې کورنیو ټولنیزو مسایلو او اقتصادي موضوعاتو ته ځانگړې کړې وه.

ښاغلي پوتین په کرملین کې د روسیې سیاسي مشرانو ته وویل “مونږ له هیچا سره مقابله نه غواړو. مونږ دې کار ته اړتیا نه لرو. مونږ دښمنان نه پیدا کوو، مونږ دوستانو ته اړتیا لرو”.

د روسیې جمهور رئیس دا هم وویل “مونږ حاضر یو چې د امریکا د نوي حکومت سره همکاري وکړو. مونږ د نړیوال امنیت د تامینولو لپاره گډ مسولیتونه لرو”.

د هغه په وینا د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ هر ډول همکاري باید دواړو خواو ته گټوره او برابره وي.

ښاغلي پوتین دمخه هیله څرگنده کړې وه چې ښایي منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ به د امریکا او روسیې ترمنځ شلیدلې اړیکې بیرته ورغوي. څیړونکي وایي داسې نه ښکاري چې ښاغلی پوتین دې د جمهور رئیس ټرمپ تر لوړې پورې د لویدیځې نړۍ ضد لفاظیو ته د پای ټکی کیږدي.

ښاغلي پوتین ویلي دي چې هیله من دی د نړیوال تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره د واشنگټن سره یو گډ تفاهم ته ورسیږي. د هغه دغه څرگندونې د سوریې جگړې ته یوه اشاره وه چې مسکو د جمهور رئیس اسد ملاتړ کوي او د امریکا اوسنی حکومت چې د خدمت دوره یې په پای ته رسیدو ده د بشارالاسد ضد یاغیانو پلوي کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *