ایران به له امریکا د بندیزونو غچ اخلي

ایران به له امریکا د بندیزونو غچ اخلي

ایران وایي د امریکا د سنا مجلس پریکړه چې پر تهران باندې بندیزونه د لسو نورو کلونو لپاره وغزوي، د هغې معاملې خلاف دي چې د ایران او د امریکا په گډون د شپږو ځواکمنو لویدیځ هیوادونو ترمنځ شوې ده. ایران گواښ کړی دی چې دوی به ددې پریکړې غچ واخلي.

پر ایران باندې د لومړي ځل لپاره په ١٩٩٦ کې د امریکا متحده ایالاتو په دې مقصد بندیزونه ولگول چې د هغه هیواد د انرژۍ په صنعت کې د پانگونو مخه ونیول شي او تهران ونه شي کړای چې اتومي وسلې ترلاسه کړي.

د امریکا د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکي گوند مشر میچ مکانیل ویلي چې امریکا باید پر ایران باندې خپل نفوذ وساتي.

ښاغلي مکانیل وايي “د ایران د تهاجم او پرله پسې هڅو په پام کې نیولو سره چې غواړي په ټول منځني ختیځ کې خپل نفوذ پراخ کړي، ددغه بندیزونو جاري ساتل ضروري دي”.

ایران وایي د متحده ایالاتو د کانگرس له لورې پر دې هیواد باندې د بندیزونو د اوږدولو پریکړه د تهران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو لویدیځو هیوادونو ترمنځ د اتومي پروگرام اړوند موافقې خلاف کار دی، خو امریکایي چارواکي وایي دا پریکړه د ایران سره د اتومي معاملې نه سرغړونه نه کوي.

د ایران دولتي تلویزیون د هغه هیواد د بهرنیو چارو د ویاند بهرام قاسمي له خولې لیکلي چې “د امریکا د کانگرس له لورې د بندیزونو اوږدول د [اتومي] معاملې خلاف دي”. هغه ویلي دي چې دوی به ددې مسلې په اړه د ایران کمیټه چې د اتومي معاملې د پلي کیدو څارنه کوي، خبره کړي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه یی د نوامبر په میاشت کې ویلي وو چې د بندیزونو هر ډول غزونه به اتومي معامله ماته کړي. هغه د متقابل اقدام او غچ اخیستنې گواښ هم کړی و.

دا په داسې حال کې دي چې د امریکا د سنا په مجلس کې دواړو ګوندونو [جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو] ویلي دي چې دغه بندیزونه د ایران سره د نړیوالې ټولنې د موافقې د تطبیق دپاره ډیر مهم دي.

پر ایران باندې لومړي ځل په ١٩٩٦ کې د امریکا متحده ایالاتو بندیزونه ولگول

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *