پر کابل ښار دوه توغندي لګیدلي دي
پر کابل ښار دوه توغندي لګیدلي دي
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې دغه چاودنې د راکټونو د لګېدو له امله وې. ښاغلی صديقي زیاتوي چې یو راکټ د کابل ښار د مسلخ په شاوخوا سیمو کې لګېدلی.
د عیني شاهدانو په حواله وايي چې یو راکټ د پل محمود خان سیمه کې د «خانه نور» پوهنتون تر څنګ د یوه موټر تمځای کې پر دېوال لګېدلی.
دی دغهراز زیاتوي چې سیمه د امنیتي ځواکونو لهخوا کلابنده ده او ورته نښلېدلې لارې د امنیتي ځواکونو لهخوا تړل شوي او چا ته د نېږدې کېدو اجازه نهورکول کېږي.
ویل کېږي په دغې پېښه کې چا ته زیان نهدی رسېدلی. په ورته وخت کې د دوهم راکټ د لګېدو ځای لاتر اوسه نهدی روښانه شوی.
تر اوسه د دغي پېښې مسؤلیت چا په غاړه نهدی اخیستی.