د “CIA” مشر له ايران سره د اټمي هوکړې په تړاو خبردارى ورکړ
د “CIA” مشر له ايران سره د اټمي هوکړې په تړاو خبردارى ورکړ
د امريکا د مرکزي استخباراتو يا «سي. اى. اې» مشر جان برنان ويلي چې د ايران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو تر منځ پر اټمي موضوع د شوې موافقې څيرل به، په ايران کې د سخت دريځو د غښتلتيا سبب شي.
ښاغلي برنان په خبرو کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې ويلي، له ايران سره د اټمي موافقې څيرل به د امريکا د راتلونکي حکومت ناپوهي وي.
د امريکا د مرکزي استخباراتو يا «سي، اى، اې» مشر جان برنان
هغه زياته کړه، دا چې نوى حکومت غواړي هغه موافقه چې تېر حکومت ترلاسه کړې څيرې کړي، بېسابقه کار دى.
نوموړي زياته کړه، داسې يو کار د دې سبب کېږي چې ايران خپل اټمي فعاليت بيا پيل کړي او نور هېوادونه هم د داسې يوه پروګرام پيل ته هڅوي.
د امريکا د استخباراتي ادارې اوسنى مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د دې ادارې راتلونکى مشر، له ايران سره پر اټمي موضوع د شوې موافقې سخت مخالف دى.
هغه دې مقام ته تر خپل انتخاب دوه ورځې مخکې له ايران سره پر اټمي موضوع شوې موافقه يوه «غميزه» بللې وه او ويېويل چې لېوال دى له دې موافقې شا ته شي.
پمپيو ايران په نړۍ کې د ترورېزم لوى ملاتړى بللى دى.
د امريکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه د حکومت نورو عالي رتبه چارواکو د اټمي موافقې د څيرلو او بېاعتباره کولو ژمنه کړې ده.
ټرمپ د دې موافقې د بېاعتباره کولو ژمنه کړې ده.