مالې يي وزارت ولسي جرگي ته د راتلونکي مالي کال بوديجوي پلان وړاندې

مالې يي وزارت ولسي جرگي ته د راتلونکي مالي کال بوديجوي پلان وړاندې کړ

له ټوليزي څلور سوه شپژ شپيته ميليارده افغانيو بوديجي څخه دوه سوه اوه اتيا ميليارده افغاني عادي او يو سل اته اويا پرمختيايي بوديجه ده

د ماليي وزير ويلي: د رواني بوديجي د لگولو په موخه به هغه وزارتونو ته چي د بوديجي د لگښت وړتيا لري له هغه وزارتونو بو ديجه وليژدوي کوم چي په لگولو کي يي پاتي راغلي دي

ولسي جرګې ته د مالیې وزیر اکلیل حکمیي له لوري د مالي را روان کال بودیجوي پلان وړاندې کیدل

له څلور سوه شپږ شپیته میلیارده افغانیو ټولنیزې بویدیجې څخه شپږ دیرش سلنه یې د امنیتي، یو ویشت سلنه بنسټیزو پرژو، دیارلس سلنه د پوهنې او شپږ سلنه یې د کرهنې برخو لپاره په پام کې نیول شوې ده.

د مالیې وزیر ويلي: په دې بودیجه کې د اقنې، تورغونډۍ، وریښمو لارې، لارجوردو دهیلیز د اورګاډیو پټیلو، د کانونو د را سپړلو، د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د یو ویشت اوبو ډنډونو، د صنعتي پارکونو او د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې د سړکونو د رغاونې بودیجې ته ځای ورکړل شوی دی.

له دې سره دوی ویلي چې د پوهنې، کرهنې او روغتیا په برخه کې یو سل اولسو نورې پروژې هم په پام کې نیول شوې دي.

د مالیې وزیر له دې سره چې د دوه اعشاریه نهه سلنې ملي عوایدو یادونه کړې ویلي، د مرسته کونکو ه یوادونو د مرستو کچه هم لوړه شوې او ددې مرستو شپیته سلنه به د ملي بودیجې له لوري لګول کیږي.

ښاغلي حکیمي ویلي، د پرمختیایي بودیجې په برخه کې لویې ستونزې اداري فساد د زورواکانو مداخله ده. دوی ویلي د روانې بودیجې هغه برخه کې چې د ځینې وزارتونو له لوري نده لګول شوې هغه وزارت خونو ته به ولیژدول شي کوم چې د بودیجې د لګښت وړتیا لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *