داعش د عراق په موصل کې د ملکي کسانو په وژلو لاس پوري کوي

داعش د عراق په موصل کې د ملکي کسانو په وژلو لاس پوري کوي او ددوی له کورنو د مورچلو په توگه کار اخلي   له دي سره عراقي سرتيرو د موصل په سويل ختيځ کې د پرمختگ ادعا کړې ده

د ملګرو ملتونو دبشر حقونو داسې اسناد تر لاسه کړي چې له مخې یې په موصل کې د داعش له لوري د ملکي کسانو د وژلو ښکارندویي کوي. ددې ادارې ویاندې ویلي، دا کسان له نښه ویشتونکیو سره د مخالفت له امله، چې غوښتل یې ددوی له کورنو د مورچل په توګه کار واخلي، وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دځمکې او هوا له لارې د موصل عملیات دوام لري او د عراق سرتیرو د پرمختګ ادعا کړې ده.

صادق ريسان موهانا- “مونږ د قصرټول کلي له داعش څخه نیولي دي او اوس مهال په دې سیمه کې د ماینونو پر پاکولو بوخت یو انجنیران دماینونو په شنډولو بوخت دي او مونږ د کلیوالو په مرسته د داعش جنګیالي څارو.”

د موصل عملیات د عراقي سرتیرو له لوري چې ملیشې او کردانو وسله وال ور سره مرسته کوي د امریکا په مشري د ترهګرۍ پر ضد د ایتلاف له لوري پر مخ روان دي. موصل په دې سیمه کې د داعش وروستۍ مرکز ګنل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *