د اردوغان خبرو د اسد نسکورولو مانا نه ورکوله

د اردوغان خبرو د اسد نسکورولو مانا نه ورکوله

د ترکیی د ولسمشر طیب اردوغان نیت دا نه وو چی د سوریی ولسمشر بشار اسد د واکمنی نه لیری کړی، د هغه بیان باید واقعی ونه ګڼل شی. دا خبری د اردوغان په اداره کې یو سرچینی ریا خبری اژانس ته کړی. مخکې اردوغان د استانبول په ښار کې د یوی غونډی په ترڅ کې ویلی وو، چې د ترکيي پوځ د بشار اسد د راپرځولو لپاره سوريي ته ننوتلی دی. د روسیی د ولسمشر ویاند دمیتري پسکوف د ترکيي ولسمشر د خبرو په اړه وویل، چې د اردوغان دا څرګندونی کرملین ته حیرانووکی دی. د اردوغان دا خبری د پخوانيو خبرو پر تله ډير توپیر لری. سرچینی ریا خبری آژانس ته وویل: «مونږ دا منو چې دا خبری پرون ولسمشر کړی، خو د هغه بیان باید واقعی ونه ګڼل شی. زه هیله لرم، هغه غلط فهمی چې د ترکېې او روسیي ترمنځ رامنځته شوی، ډېر ژر به حل شي.»

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *