د عراق امریکا ته تیل نه ورکوي
د عراق امریکا ته تیل نه ورکوي
د عراق د لومړي وزیر حیدر العبادي له قوله کاږي: مونږ به امریکا ته د داعش پر ضد مبارزې له امله تیل ور نه کړو. په همدې ډول د عراق لومړي وزیر دا هم وویل؛ چې په نژدې راتلونکې کې به په موصل کې د داعش تروریستې ډلې ته ماتې ورکړي. د عراق د موصل ښار چې په ۲۰۱۴ ز- ل کال کې د داعش تروریستي ډلې نیولی دی، د ازادولو په موخه پوځي عملیات د اکتوبر د ۱۷ نېټې را په دیخوا پیل شوي دي. په دغو بریدونو کې د عراق د وسله وال پوځ د ځواکونو سر بیره د امریکا په مشرۍ نړیواله ټلواله پوځي هم برخه لري. العبادي وویل؛ چې هغه د ټرامپ سره ټیلیفوني خبري کړې دي. د عراق لومړي وزیرالعبادي په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالد ټرمپ نه هیله لري، چې دداعش پر ضد مبارزه کې ورسره مادي او تخنیکي مرستي وکړي.