د لوګر د دارالعلوم مشر او اجرایه مدیر له وسله‌والو سره د اړکیو په تور نیول شوي

د لوګر د دارالعلوم مشر او اجرایه مدیر له وسله‌والو سره د اړکیو په تور نیول شوي

د افغانستان لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت  د ملي امنیت منسوبینو د دارالعلوم مشر او اجرایه مدیر له وسله‌والو مخالفینو سره د اړیکې درلودلو په تور نیولي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپورعرب د دغه خبر د پخلي ترڅنګ وویل، چې نیول شويو کسانو کې د دارالعلوم مشر مولوي سمیع الله محمدي او د دارالعلوم اجرایه مدیر فیض‌محمد شامل دي.

عرب زیات کړه، له نیول شویو کسانو پوښتنې او ګرویږنې رواني دي.

بل خوا د لوګر د دارالعلوم زده‌کوونکي وایي، که چیرې د ملي امنیت اداره د دوی مشر او اجرایه مدیر ازاد نه‌کړي دوی به په لاریونونو لاس پورې کړي.

د دغه دارالعلوم یو تن زده کوونکی حبیب‌الرحمان سلام‌وطندار ته وویل، چې د دوی مشر او اجرایه مدیر د وسله‌والو سره هیڅ راز اړیکې نه درلودلې.

د ویلو ده، چې اوسمهال په دغه دارالعلوم کې له ۶۰۰ څخه تر ۷۰۰ پورې زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي او د افغانستان پوهنې وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *