امریکا له افغان پوځ سره د پرمختللو څرخي الوتکو د ورکولو ژمنه کړې ده

امریکا له افغان پوځ سره د پرمختللو څرخي الوتکو د ورکولو ژمنه کړې ده

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت په پام کې لري د افغانستان د وسله وال پوځ بیکاره روسي هیلکوپترې په امریکایي مجهزو هیلیکوپترو بدلې کړي او په روسي وسلو باندې د افغان سرتیرو تکیه راکمه کړي.

افغان هوایي قواوې چې په تیرو ١۴ کلونو کې یې د ناټو سلاکارانو له لورې زده کړې ترلاسه کړي، د وسله والو ځواکونو د نورو برخو په پرتله لږې تقویه او تجهیز شوي دي او تشکیل یې هم په افغانستان کې د پراخې یاغیگرۍ په پرتله کوچنی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت اوس ددې هیواد د کانگرس نه غوښتي چې افغان ځواکونو ته ۵۳ بلک هاک UH-60 هیلیکوپترې برابرې کړي چې کیدای شي د شاوخوا پنځوس Mi-17 روسي هلیکوپترو ځای ونیسي. دغه روسي هلیکوپترې اوس د افغان قواو د اکمالاتو، انتقالاتو او جنگي عملیاتو د ماموریتونو زیاته برخه پرمخ بیایي.

د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دونالد ټرمپ بریالیتوب او د امریکا او روسي د گرمو اړیکو لرلید ښایي د پنتاگون په دغه وړاندیز اثر وکړي. ددې وړاندیز د منلو سره سره ددې هیلې د عملي کیدو لپاره په سلگونو میلیونو ډالرو او همداشان د سلگونو افغان پیلوټانو روزنې ته اړتیا شته.

د رویترز خبري اژانس د پنتاگون د ویاند ادم ستمپ له خولې لیکلي دي چې د یوې اوږدمهاله او دوامداره حل لارې لپاره د امریکایي الوتکو ترلاسه کول ضروري دي.

افغان ځواکونو د امریکایي هلیکوپترو د برابرولو یوه انگیزه د روسي هلیکوپترو په اخیستلو او یا حفظ او مراقبت باندې د امریکا د دفاع وزارت د پیسو پر لگښت باندې قانوني محدودیتونه دي.

د امریکا د کانگرس څخه په روانه میاشت کې د ٨١۴ میلیونو ډالرو اضافي بودجې په غوښتنه کې افغانانو ته د نورو بریدگرو الوتکو د برابرولو لگښت هم شامل دی. همداشان د بودجې په دې غوښتنه کې افغانانو ته د ٣٠ نورو MD-530 پوځي هیلکوپترو او شپږو A-29 الوتکو ورکړه هم شامله ده. په مجموعي توگه د امریکا پوځ ښایي افغان ځواکونو ته ١٥٩ بلک هاک هلیکوپتري وغواړي.

په کابل کې افغان چارواکي وایي دوی ته ددې تصمیم په اړه په رسمي توگه څه نه دي ویل شوي، خو وایي چې د بلک هاک هیلکوپترو ته هرکلی وایي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *