د کيوبا په لسگونه زره کسانو او د يوشمير هيوادونو مشرانو دفيدل کاسترو د مخه ښې په مراسمو کي گډون کړی

د کيوبا په لسگونه زره کسانو او د يوشمير هيوادونو مشرانو دفيدل کاسترو د مخه ښې په مراسمو کي گډون کړی وو دا مراسم د هاوانا انقلاب په ډگر کي په لاره اچول شوي وو او گډونوالو ژوندی د وي د فيدل انقلاب شعارونه ورکول

د انقلاب ډګر هغه سیمه چې کاسترو به خپلې ویناوې خلکو ته اورولې، د لسګونه هغه کسانو د شتون شاهد وو کو چې د فیدل کاسترو د مخه ښې په مراسمو کې سره را ټول شوي وو، دا مراسم د کیوبا د ملي سرود سره پیل شول او د لاتینې امریکا د کین اړخو مشرانو په ویناوو سره پای ته ورسیدل. وینا والو د فیدل کاسترو له کړنو ستاینه کوله.

اينريکو پينانيتو- ” نن به نړۍ د فیدل کاسترو ژوند او کړنې په یاد راولي او هیڅ کله به یې له هیره ونباسي مکزیک به اوس مهال له کوم قید او شرط پرته د کیوبا له خلکو ملاتړ وکړي مونږ هغه ګامونه چې د کاسترو د واکمنۍ پر مهال د خپلواکۍ لپاره پورته شوې وو په ښه توګه درک کوو.”

جاکوب زوما- “د سویلي افریقا خلک او دولت. د کیوبا د قوي لارښود له لاسه وتل داندیښې او خواشینۍ ډک بولي مونږ به دی د شلمې پیړۍ داتل به څیر هیڅ کله له هیره ونه باسو.”

کاسترو چې په نولس سوه نهه پنځوسم کال کې د کمونیستي انقلاب په لاره اچولو سره واک ته ورسید تیره جمعې دنوي کلنۍ په عمر ومړ. فیدل کاسترو د یوه ګوندیز نظام بنسټ کیښود او د کیوبا ټولنه اوس هم له واټن سره مخ ده. د کاسترو پلویان وایي ده کیوبا خلکو ته را وګرځوله او له ده څخه د یوه ټولنیز مشر په توګه یادونه کوي خو دده مخالفین دی دیکتاتور بولي او د هغه حکومت مشري یې کوله چې د هیڅ ډول مخالفت زغم یې نه درلود.

کاسترو کله چې په نولس سوه نهه پنځوسم کال کې بریالی شو د سانتیاګو ښار ځخه د بیرته راګرځیدو پر مهال یې بریا ونمانځله خو اوس به دده ییرې د هاوانا ښار ته ولیږدول شي ترڅو د ایفیجنیا په هدیره کې خاوروته وسپارل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *