په هند کې د پيسو پر نوي قانون نيوکه کونکو د اورگاډيو پتلۍ تړلې دي

India Rupees

په هند کې د پيسو پر نوي قانون نيوکه کونکو د اورگاډيو پتلۍ تړلې دي. لاريونونه په هند کي د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ نوټونو د ناچل اعلانونو په موخه چي هدف يي د پيسو کنگل او له مالياتو د تيښتې مخنيوی ښودل شوی په لاره اچول شوي دي

د هند دولت د نوامبر میاشتې راهسې په یوه بیساري ګام کې د پنځو سووو او زرو نوټونو د ناچلیدو اعلان وکړ. د دولت دا کړنه د خلکو د سرګردانی او ستونزو درامنځ ته کیدو لامل شوه. خو د نارندرا مودي په مشری د هند حکومت وایي په تور بازار کې ډيری پیسې په همدي بانک نوټونو سره ساتل کیږي چې له مالیاتو د تیښتې لامل شوې. تیره ورځ په دې تړاو لاریونوونه تر سره شول او لاریون کونکو ددې حکم د لغوه کیدو غوښتنه کوله.

آريون گوبتا- “مونږ د اورګاډیو لاره وتړله او د مودي مجسمه مو وسوځوله دا ګام مو د زرو او پنځه سوه نوټونو د ناچلولو لپاره پورته کړی دی دد دولت دې پریکړې د بیوځله او هغه کسانو په ژوند کې ډيرې ستونزې رامنځ ته کړې کوم چې نوې ودونه یې کړي دي که چیرې دولت زمونږ دا غوښتنه ونه مني مونږ به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړو.”

مودي له دې اعلان سره له خلکو د پنځوسو ورځو د وخت ورکولو غوښتنه وکړه وویل که چیرې یې ګټورې پایلې درلودې نو له دولت سره د ملاتړي شي. خو کار پوهان په دې آند دي چې په دې هیواد کې تورې پیسې پر املاکو او بورس په وسیله ساتل کیږي. اوس باید ولیدل شي چي د هند حکومت به تر کومه په دې برخه کې بریالی شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *