دمشق د قطر هیواد دترهګرو په پلویتوب تورن کړی دی

دمشق د قطر هیواد دترهګرو په پلویتوب تورن کړی دی

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت، د قطر د بهرنيو چارو وزیر هغه خبرو په اړه، چې ویلی يي وو، قطر به د سوریې د یاغي ډلو سره مرستو ته دوام ورکړي، غبرګون ښودلی. دا خبر SANA خبری آژانس له خوا خپور شوی. د راپور له مخی، دا خبری د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثانی، د سوريي وسله والو د روحی ملاتړ لپاره کړی، چې د سوریې د پوځ له خوا د ماتې خوړلو په حال کې دی. همدارنګه په خبرپاڼه کې لیکل شوی، چې قطر په سوریي کې د وسله والو ډلو سره د نژدې اړيکو په درلودلو پخلی کړی او هغوی سره پوځي، مالي او سياسي مرستی کوی. د رویټرز په وینا، پدی خبرپاڼه کې سوریي، قطر په مستقیمه توګه د افراطیت او تروریزم په ملاتړ تورن کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *