د کرهنې وزارت 12.5 میلیونه ډالره پانګونه کوي

د کرهنې وزارت ۱۲.۵ میلیونه ډالره پانګونه کوي

د کرهني وزارت د کادر – اف پروژي سره په همغږۍ د زراعتي توليداتو د پراختيا او د بنسټيزي جوروني په موخه ۱۲.۵ ميليونه دالر پانگونه وکړه .

د کرهني وزارت چارواکي وايي : چي ددغه پيسو ۵۸ سلنه يي خصوصي او ۴۲ سلنه يي د کادر – اف پروژي له لوري ورکول کیږي .

د کرهنې او اوبو لګولو مسولین وایي، افغانستان په پنځه اویا سلنه له کرهنیزو توکیو سره تړلی او ددی توکیو له مخی افغانستان کورنیو او بهرنیو بازارونو ته لاره پیدا کوي.

په ورته حال کې د کرهنې او اوبو لګولو وزارت مسولینو په یو شمیر ولایتونو کې د اوبو کانالونو، چرګانو فارمونو او ځینو نورو برخو له په لاره اچولو خبر ورکوي.

په همدي توګه د نشه یې توکیو پر وړاندې د مبارزې وزارت په هغه ناسته کې چې د مالیې، کلیو او پرمختیا، کرهنې او مالدارۍ وزارت خونو د استازو ترمنځ په لاره اچول شوې وه، اعلان وکړ چې په تیرو دوه میاشتو کې د کرهنې په برخه کې د پروژو د ودې لپاره شل میلیونه دالره پانګونه شوې ده

دوی ویلي دې وزارت د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د کرهنې پرخې ته د دولسو میلیونو ډالرو په ځانګړې کولو سره په دې برخه کې د څوارل ډوله بوختیا ته لاره هواره کړې ده چې له امله یې کروندګرو د نشه یې توکیو له کره لاس اخستی دی

دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې لس سلنه کرهنه او درې څلویښت سلنې د د کوکنارو کرکیله ډيره شوې ده

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *