د سوريې دولتي سرتيرو له دې سره چي له حلب څخه يي 1500 ملکي کسان ژغورلي

د سوريې دولتي سرتيرو له دې سره چي له حلب څخه يي ۱۵۰۰ ملکي کسان ژغورلي پرمختگ ته يي دوام ورکړی دی. د دولت وسله والو مخالفينو هم په دي سيمه کي منلې چي شاتگ ته اړ شوي دي

د سوریې پوځ په دې بریالی شوی ترڅو په حلب کې پرمختګ وکړي، دوی له دې سیمې یو زر پنځه سوه ملکي کسان هم امنو سیمو ته لیږدولي دي. دا ملکي کسان چې په دولتي بسونو کې لیږدول کیږي له دې سره چې هر څه یې له لاسه ورکړي خو بیا هم په دې خوښ دي چې له میاشتینیو کلابندیو وروسته ژغورل شوي دي.

له بې کیفیته وچې ډوډۍ پرته هیڅ خواړه نه پیدا کیدل هرې کورنۍ په شپه ورځ کې یواځې شپږ وچې ډوډی تر لاسه کولای شول ماشومانو په لوږه کې شپې ورځې تیرولي او مونږ له دې سیمې په تیښته بریالي شوو.”

“حلب زما ښار دی زما ځمکه ده نه پوهیږم څه ووایم په کومو کلمو سره بې پایلې جګړه یاده کړم وسله والو به کله له دې ښاره د وتلو او کله هم د پاتې کیدو پریکړه کوله دوی مونږ برمته کړي وو.”

څه موده وړاندې د بشر حقونو اعلان کړی وو چې په حلب کې د یو میلیونه په شاوخوا کې کسان کلابند دي او په ډير بد حالت کې شپې ورځې تیروي، له دې سره چې اوربند اعلان شوی وسله وال ملکي کسانو ته د ځای پریښودو اجازه نه ورکوي. په دې ښار کې د روان جولای میاشتې راهیسې پیل شوې جګړه تر اوسه دوام لري او دا ښار چې یو مهال د سوریې اقتصادي ښار ګنل کیده په ړنګه بدل شوی دی. اوس هم ددې ښار پنځوس سلنه سیمه د دولت وسله والو مخالفینو په لاس کې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *