د سوریې حلب ښار عملیاتو ته یوه کتنه!

دمشق

د سوریې حلب ښار عملیاتو ته یوه کتنه!

د سوریې په عملیاتو کې دقدس تیپ په مرسته (په عربي: لواالقدس) کې عملیات تیره اونۍ د حلب شمال ختیځ له لوري عملیات پیل شول چې موخه یې د هنانو سیمې نیول وه.

د سوریې پوځ د عملیاتو په لومړیو ورځ د وسله والو مخالفینو د ځپلو او بمباریو لپاره پراخ عملیات په لاره واچول ترڅو د وسله والو مخالفینو ټولې سیمې او سلاح کوټونه له منځه یوسي.

د سوریې پوځ په دې نقشې سره په دې بریالي شوي ترڅو د وسله والو مرکزونو د له منځه وړلو سربیره د حلب په ختیځ کې خپل وسله وال وځپي  او د حلب د سویل له لوري دوی ته د مرستې رسیدونکي لارې ددوی پر مخ وتړي.

په ترځ کې سوریې پوځ درې ورځې وړاندې د یوه لوی او ناببره برید په تر سره کولو سره په دې بریالي شول ترڅو د هنانو سیمه ونیسي له دې سره دوی د الزهور  او الاسلایمه قبرستان سیمې هم نیولې دي. د سوریې پوځ کرا کرا د هنانو ښآر په لور پرمختګ وکړ کوم چې د هنانواوسیدونکي پکې ژوند کوي  او له خپلو وسله والو سره یې له سختې نښتې وروسته دا ښآر هم نیولی دی.

د سوریې د پوځ دوهمه موخه د حلب په دوه برخو ختیځ او سویل برخو ویشل ده. په همدي موخه یې د د سوریې د صاخور پّ لور پرمختګ ته دوام ورکړ او ددې سیمې د ځینې برخو په نیولو هم بریالي شول.

له دې سره د سوریې پوځ د دې سیمې د نیولو لپآره خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ او په دې بریالي شول ترڅو د نومه وړې سیمې مرکز په لور پرمختګ وکړي. په دې عملیاتو کې د سوریې دولت وسله والو مخالفینو شمالي سیمې له لاسه ورکړې او دوی تر سخت فشار لاندې دي.

له دې مخې ددوی وسله وال مخالفین د پوځیانو د پرمختګ  مخنیوي لپاره د   بستان الپاشا، الحیدریه، الشیخ فارس، الشیخ خضر، الانذارات او عین التل سیمو ته د الصاخور جبهې وسله وال را وغوښتل.

خو د سوریې په پرمختګ سره په ویجاړونکو عملیاتو کې د وروستۍ برخې له لوري د شیخ مقصود پّ مشری کردانو بستان الپاشا، بعیدین او السکن الشبابی په  شمالي سیمه الحیدریه کې یې د وسله والو پر مرکزونو بریدونه پیل کړل. له دې سره چې سیمه د سوریې پوځ په ډيرې هوساینې سره وکولای شول ترڅو خپلو وسلهوالو مخالفینو ته په دې سیمه کې د وسله والو له کوم کلک مقاومت پرته پرمختګ کړی دی.

وسله وال په دې پوهیدل که چیرې د الصاخور په لور شاتګ وکړي او د حلب په شمال کې د سرتیرو پرمختګ همداسې روان وي نو دوی به ددوی له لوري محاصره شي نو له دې مخې دوی د تیښتې لاره خپله کړه او په بشبړه توګه د حلب له شمالي سیمو ووتل.

د سوریې د پوځ په دوه اویا ساعته عملیاتو کې دولس شمالي سیمې د دوی له وسله والو مخالفینو پاکې شوې چې په لړ کې یې ۳۰۰۰ داسیدونې ودانۍ ژغورل شوې دي.

دا عملیات هم ددې لاامل شول ترڅو له سیمې څخه لس زره ملکي کسان له ګوښونو وژغورل شول اودا ملکي کسان امنیو سیمو ته لیږدول شوي دي.

داعملیات په حلب کې پّ تیرو دریوکلونو کې بیساري عملیات شمیرل کیږي چې په لړ کې یې د سوریې پوځ شل کیلومتره مربع او پنځه ځلویښت کیلو متره مربع د حلب ختیځې سیمې په بشپړه توګه ددوی لهوسله والو مخالفینو څخه پاک کړل شوې.

داسې هم اوریدل شوې چې په سویلي سیمو کې د سوریي پوځیانو عملیات او همدارنګه د حلب په مرکزي سیمو کې د جګړې ډيرښت ددې لامل شوی ترڅو ملکي کسانو چې شمیره یې لسګونه زرو کسانو ته رسیږي له ګواښه وژغورل شي. کیدای شي له دې وروسته د سوریې پوځ د حزب الله پّ مرسته او د عراق مقاومتي ډولو په ګډون د حلب سویل ختیځ لور ته عملیات پیل کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *