د پاکستان محکمې د پخواني ولسمشر مشرف د نیولو امر صادر کړی
د پاکستان محکمې د پخواني ولسمشر مشرف د نیولو امر صادر کړی
د پاکستان د بلوچستان ولايت یوی عالی محکمې د پخواني ولسمشر پرویز مشرف د نیولو امر صادر کړی، نوموړی په ۲۰۰۶ کال کې ددی ولایت ملتپال مشر اکبر بوګتی په وژلو تورن دی. دا راپو Express Tribune خپور کړی. پرویز مشرف د روان کال په جونوری کې د بوګتی د مرګ په قضیه کې بی ګناه وبلل شو، خو د بوګتی زوی نواب زاده جميل د محکمی نه وغوښتل چې د پلار قضیه ته بیا کتنه وکړی. د مدعی او مدافع د استازو د اورېدو نه وروسته، محکمې پرېکړه وکړه چې د مشرف د نیولو امر صادر کړی. د مشرف د مدافع وکیل د محکمی نه وغوښتل د امنيتي دلايلو له امله مشرف د محکمی راتګ نه معاف کړی، خو محکمی په ځواب کې اړونده چارواکو ته امر کړی تر څو د پرویز مشرف امنیت ونیسی. تر اوسه دا څرګنده نه ده چې مشرف به ونیول شی او که نه، ځکه چې د رسنیو په وینا نوموړی اوس په دوبۍ کې دی. بوګتی د بلوچستان ولايت يومشهور سياستوال وو او ددی ولایت والی او اعلی وزير په توګه دنده ترسره کول. بوګتی ددی ولايت د خپلواکۍ يو پلوی وو او په ۲۰۰۰ کال کې د خپلواکۍ غورځنګ د مشرانو له جملی نه وشمیرل شو. بوګتی د ۲۰۰۶ کال په اګست میاشت کې د ځانګړی عمليات په ترڅ کې وژل شوي. د بوګتی خپلوان مشرف د نوموړی په قتل تورنوي او باور لری چې مشرف ددی عملیات فرمان صادر کړی وو.