وسله والو طالبانو د هيواد ملي پرمختيايي پلانونو څخه د ملاتړ او ساتني اعلان کړی

وسله والو طالبانو د هيواد ملي پرمختيايي پلانونو څخه د ملاتړ او ساتني اعلان کړی دی د طالبانو له لوري په خپري شوي اعلاميه کي راغلي چي د ټاپي، کاسازر او د مس عينک کانونه په دي پلان کي شامل دي   له دي سره دي ډلې خپلو وسله والو ته لارښونه کړې ترڅو د هيواد او طالبانو د پروژو امنيت خوندي کړي

د وسله والو طالبانو له لوري په نوې خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، له هغه پروژو ملاتړ کوي کوم چې د هیواد د پرمختګ لامل ګرځي، دې ډلې ویلي دوی به له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د غازو نل لیکې(ټاپي) پروژې، له قرعزستان او تاجکستان څخه د افغانستان له لارې د برښنا د لیږد(کاسازر) او د مس عینک د را سپړلو امنیت خوندي کړي.

ددې ډلې له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي د اورګاډیو له پټلیو، د خړوبولو لپاره د کانالونو او د هغه پروژو د امنیت خوندي کول خپله دنده بولي کوم چې د هیواد او اقتصاد په وده کې مهم رول لوبولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت وسله والو طالبانو د پرمختیایي پروژو په لاره کې تر ټولو لوی خنډ بولي وایي په دې وروستیو کې رغول شوي پلونه او پلچکونه د وسله والو طالبانو له لوري په بمونو او ماینونو الوځول کیږي.

د ټول ګټې وزارت هم څه موده وړاندې ویلي وو چې د کابل کندهار د لویې لارې ډيره برخه د وسله والو طالبانو له لوري ویجاړه شوې ده. له دې سره ولسمشرۍ ماڼۍ هم مخکې له دې اعلان کړی وو چې وسله والو طالبانو په تیرو دوه میاشتو کې د هیواد بنسټیزو پروژو ته له دوه میلیارده افغانۍ ډير زیان رسولی دی. ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وو چې په دې ویجاړونکو کړنو کې ښونځي، جوماتونه، روغتونونه، کورونه، هټۍ او دولتي ادارې په نښه شوې دي. خو د طالبانو له لوري د وروستي اعلان سره دا هیله را ژوندی شوې چې له دې وروسته به ټول ګټو پروژو ته کوم زیان نه رسیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *