د عراق هوايي ځواکونو په موصل کي د داعش لوی مرکز له منځه وری دی
د عراق هوايي ځواکونو په موصل کي د داعش لوی مرکز له منځه وری دی
د عراقي سرتيرو له دې څرگندونو سره حشد الشعبي هم د داعش پر وړاندې له پرمختگ خبر ورکړی
د عراق دفاع وزارت دجنګي الوتکو د الوتنو انځورونه خپاره کړي ویلي یې دي چې د موصل په لویدیځ کې د داعش یو لوی مرکز له منځه وړل شوی دی. له خپرو شویو انځورونو داسې ښکاري چې په موصل کې عراقي هوایي ځواکونو د داعش پر مرکزونو څو ځله بریدونه کړي دي.
په ورته حال کې د حشد الشعبی وسله والې ډلې په تل عفر کې د داعش پر وړاندې له پرمختګه خبر ورکړی دی.
“مونږ د تل عفر لپاره د پراخو عملیاتو د چمتوالي په حال کې یو. زمونږ ځواکونه د ښار د مرکز په لور د پرمختګ په حال کې دي که چیرې خدای غوښتې وي ډير ژر به دا ښار له داعش څخه ونیسو.”
د تل عفر ښارګوټۍ د موصل لویدیځ پنځوس کلیو مترۍ ته پروت دی اود موصل د نیولو لپاره مهم ښار شمیرل کیږي. دا ډله د موصل د نیولو لپاره د عراقي سرتیرو کلکه ملاتړې ډله ښودل کیږي چې په کړۍ کې یې د عراقي ځواک په ملاتړ په زرګونه کسان په جګړه بوخت دي. له دې سره دا عملیات د امریکا په مشری له نړیوال ایتلاف څخه هم برخمن دي.