د سرپل والي په دي ولايت کي د بهرنيو ترهگرو د مرکزونو له رامنځ ته کيدو خبر ورکړی
د سرپل والي په دي ولايت کي د بهرنيو ترهگرو د مرکزونو له رامنځ ته کيدو خبر ورکړی
ظاهر وحدت ويلي، په دي مرکزونو کي له افغان امنيتي سرتيرو سره د جگړې د څرنگوالي زدکړې ورکول کيږي او په دې ولايت کي د داعش نښې نښاني هم ليدل شوې دي
د سرپل والي ظاهر وحدت ويلي په دي ولايت کي د جگړي مشري د سويلي او شمالي گاونډيو هيوادونو د ترهگرو له لوري کيژي. ښاغلي وحدت ویلي: بهرنیو ترهګرو له سویلي پولو څخه د ترهګرۍ روزنیز مرکزونه کوهستانانو ولسوالۍ ته را لیږدولي او پّ تیرو څو میاشتو کې له شپیتو ډیرو ترهګرو ته د ځآنمرګو او نورو بریدونو زدکړې ورکړل شوې دي.
د سرپل والي ویلي وسله والو طالبانو په تیر یوه کال کې په کوهستاناتو ولسوالۍ کې پانګونه کړې او اوس مهال په دې ولسووالۍ کې د ځلورو زرو وسله والو مشري بهرني ترهګر کوي. دوی ویلي د کوهستانانو تولسوالي له دیارلسو میاشتو راهیسې د وسله والو په واک کې ده او دوی په دلویو مرکزونو کې د بهرنیو ښونکیو له لوري روزل کیږي.
له دې سره دوی د سرپل په ځینو برخو کې د داعش د نښو نښانو له تر لاسه کیدو خبر ورکړی ویلي یې دي، له طالبانو سربیره پر داعش اړوند وسله والې هم په ډې ولایت کې د ناامنۍ د رامنځ ته کولو په هڅه کې دي. دوی زیاته کړې د داعش وسله والو په صیاد سرپل ولسوالیو او له جوزجان سره پولې ته نږدې مرکزونه جوړ کړي. له دې سره دوی ویلي ټآکل شوې چې ددې وسله والو ډلو د ځپلو لپاره پراخ پوځي عملیات په لاره واچول شي.