د آسيا اورگاډي نړيواله پټلۍ مراسم نن د ولسمشر محمد اشرف غني او دده ترکمنستاني سيال له لوري تر سره شول
د آسيا اورگاډي نړيواله پټلۍ مراسم نن د ولسمشر محمد اشرف غني او دده ترکمنستاني سيال قربانقلي بردي محمدوف له لوري تر سره شول دا مراسم د ترکمنستان په ترکمن آباد سيمه کي په لاره اچول شوي وو
داپټلۍ د ترکمنستان له امام نظر سیمې پیل او د افغاانستان په خاوره کې تر درې کیلو متره غځیږي.
په بل پړاو کې ټاکل شوې دا پټلۍ به پنځه اتیا کیلو متره د ترکمنستان او درې سوه کیلو متره د افغانستان په خاوره کې وغځول شي. ټول ګټې وزارت ویلي،ددې پټلۍ چار ترکمنستان هیواد پر غاړه اخستې او ټاکل شوې تر نږدې راتلونکې تر اندخویه وغځول شي. د دې وزارت د مالوماتو له مخې، په دې پټلۍ درې سوه پنځوس زره میلیونه ډالره لګښت راځي چې د آسیاپرمختیایي بانک له لوري به ورکړل شي.
په دې مراسمو کې ولسمشر وویل: ددې پټلۍ رغاونه به په دواړو هیوادونو کې د د سولې او امنیت له ټینګښت سره مرسته وکړي. دوی ویلي د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښې وې او ددې پټلۍ په رغیددو سره به دا اړیکې نورې هم پیاوړې شي. ښاغلي غني ترکمنستان د افغانستان یو نیک ګاونډی هیواد ښودلی ویلی یې دي چې دې هیواد تل له افغانستان سره ښې اړیکې درلودلې دي. په دې مراسمو کې د ترکمنستان ولسمشر هم ویلي چې ددې پټلۍ له بشپړیدو سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې او اقتصادي ودې ته به ګټورې پایلې ولري.