د عراق پخواني لومړي وزیر د ترهګرو په نړیوال نوم لړ کې د وهابیت د ورګډولو غوښتنه وکړه
د عراق پخواني لومړي وزیر د ترهګرو په نړیوال نوم لړ کې د وهابیت د ورګډولو غوښتنه وکړه
د بغداد د تیلو له زیرمې سره د یوه موتر بم په چاودنې سره لږ تر لږه سل کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان دي.
د الحره ټلویزیوني شبکې د ریپوټ له مخې، د عراق پخواني لومړي وزیر نوري مالکي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: «هغه جنایتکاره عملیات چې په اهل بیت (ع) تر سره شوې او دا زایرن یې په ڼښه کړي د اسلام پر وړاندې ترهګري او د مسلمانانو ترمنځ د شخړو رامنځ ته کولو موخې لري چې مشري یې وهابیت او داعش کوي».
مالکي زیاته کړې:«سني او شیعه مسلمانانو د نښتو او شخړو ګواښ درک کړی نو له دې مخې له نړیوالې ټولنې غواړوړ ترڅو وهابیت د یوه ترهګریز سازمان په توګه وپیژني او مشران یې د ترهګرو په نوم لړ کې ور ګډ کړي.»