آیت الله خامنه ای: د دې دردونکې پېښي مسؤلیت باید د چارواکو له لومړېتوبه واوسۍ.

آیت الله خامنه ای: د دې دردونکې پېښي مسؤلیت باید د چارواکو له لومړېتوبه واوسۍ.

د ایران اسلامي انقلاب مشر د پیغام په خپرولو سره په عراق کې ویرجنو باندي برید او په ایران کې د مسافر وړونکو لیرګاډي ټکر لامل په اړه خواشېني څرګنده کړي اړ ویلې یې دي، دغه در دوونکې پېښي باید د چارواکو کار په لومړېتوب کې و اوسۍ.

د اسلامي انقلاب مشر پیغام په داشان دي:

بسم الله الرحمن الرحیم

ترخه او د درونکې پيښه په عراق کې چې لسګونه زائرین یا ویرجین يي د حضرت الشهدا زیارت ته څیرمه شهیدان کړل او په ایران کې د مسافرو لیرګاډي ټکر له امله ګن شمیر کسان په شهادت ورسېدل لکه د نورو هیواد والو او ګڼو ویرجنو کورنیو په څیر زه هم سخت در دولي او خواشېني کړي یم.

په لومړي پيښه کې چې تکفیري جنایتکارانو د حسنی اربعین یا ویر جنو ستره ډله په نښه کړه دغو جنایتکارانو ډیري پلانونه او له شرمه ډک کارونه له دي وړاندي له منځه وړل شوي خو دازل په داشان یو بزدلانه عمل په ترسره کولو سره يې ټولو ته روښانه کړه چې د دوي مخونه پلېد یا هغه چهره دي چې له انسانیت او وجداني اخلاقو ډکې دي.

همداشان د دي تکفیري ډلي نور ترخه خبرونه له نورو ګڼو هیوادونو لکه نیجریي، پاکستان او افغانستان څخه هم ترلاسه کیږي چې دوي په غیري انسانی او اخلاقي کارونو لاس پوري کړي او یوځلي بیايي هڅه کړي ترڅو نړي ته د خپلو جنایاتو اصلي څهره ښکاره کړي.

او په دوهمه پیښه کې د یوشمېرکسانو ناغیړي له امله چې بي تدبیره کار يي ترسره کړي وو یوشمیر ګڼوکسانو ته يي زیان واړاوه او ډیري کورني یي په ویر کینولې.

اینجانب له الهي دربار څخه شهیدانو ته مغفرت او زیان من شویو کسانو ته هرڅه ژرترژره پوري د جوړېدو دعا لاسونه لپه کوم، او همدا راز د دغو ویرجنو کورنیو له غړیو سره خپله خواخوږي شریکوم ، همدا راز له دولتۍ مسولانو او بهرنیو کړیو څخه غواړم چې له دي دردونکو پيښو څخه داسۍ په آساني سره تیرنشي او دغه پیښۍ د خپلو مسؤولیتونو له لومړیتوب څخه وشمېري او ورته رسیدنه وکړي، له دي سره په مسؤولانو باندي غږ کوم چې لومړي ویرجنو کورنیوته خپل مړي وسپاري او ټپیانو په ښه توګه درملنه وکړي.او له دي وروسته د دي پيښۍ اصلي لامل وڅیړي او داشان پيښۍ ریښه کنې کړي.

سیدعلی خامنه ای.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *