ملګري ملتونه : د میانمار نظام د روهینګیایي مسلمانانو د له منځه وړلو هڅه کوي

ملګري ملتونه :  د میانمار نظام د روهینګیایي مسلمانانو د له منځه وړلو هڅه کوي

د ملګروملتونو د کډوالو ځانګه وایي: د میانمار دولت غواړي ترڅو روهینګیایي مسلمانان له منځه یوسي. د ملګرو ملتونود کډوالو ځانګې مشر له یوې نړیوالې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: د میانمار وسله والځواک په راخین ولایت کې د مسلمانو پر وژلو پسې رااخستې او ډيری مسلمانان یې اړ کړي ترڅو ګاونډي هیواد بنګله دیش ته کډه شي.

پّ داسې حال کې چې د نړۍ په کچه د میانمار د مسلمانانو د وژلو او ددوی د ځورولو په هکله ریپوټونه او ویډیوګانې خپرې شوې، ددې هیواد حاکم نظام وایي: چې د مسلمانانو پر وړاندې ځناوري عمل نکوي.

د میانمار مسولینو دا وژنې پړه په خپله پر مسلمانانو ور اچوي وایي د مسلمانانو کورونه په خپل مسلمانانو سوځولي دي!

د میانمار دولت دې سیمې ته د خبریالانو او مرسته کونکو پر ورتګ بندیزونه لګولي دي.

د میانمار د مسلمانانو شمیره نږدې یو میلیونه کسانو ته رسیږي او په دې هیواد کې بنسټپالو بوډایانو داسلام پلو پر وژلو پسې رااخستې ده دوی وایي دا مسلمانان له بنګلهدیش څخه راغلي او باید بیرته هلته لاړ شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *