د واشنګټن موسسه: د سعودي پادشاه پریکړه کړې ولیعهد له دندې لرې او زوی یې په دنده وګماري

د واشنګټن موسسه: د سعودي پادشاه پریکړه کړې ولیعهد له دندې لرې او زوی یې په دنده وګماري

د ملک عبدالله په مړینې سره د آل سعود ترمنځ د واک ترلاسه کولو ناندرۍ ډیرې شوې دي په ځانګړې توګه کله چې ملک سلمان واکمنۍ ته رسیدلی دی.

د خپرو شویو خبرونو له مخې داسې ښکاري چې محمد بن نایف د ولیعهد په توګه ډير چانس لري ترځو په دې سره د پادشاهۍ تخت ته ورسیږياو دا محمد بن سلمان دیرش کلن دی چې کیدای شي د سعودي عربستان د ولیعهد په توګه وټاکل شي.

د واشنګټن موسسې د خلیج فارس ځانګې د ریپوټ له مخې ملک سلمان په دط هڅه کې دی ترڅو د خپل زور په ګټه چې اوس مهال د لیعهد ځای ناستی دی له دندې لرې او محمد بن نایف چې ولیعهد دی هم له دندې ګوښّ کړي ویل شوې چې دی د هغه اردنې کړنلاره باندې ګام ایږدي کوم چې د قدرت تر لاسه کولو په موخه روانه ده.

واشنګټن موسسې د لوړ پوړیو سرچینو څخه په دې آند ده او اعلان یې کړی: « ملک سلمان خپلو وروڼو ته خبر ورکړی چې د سعودي عربستان ثبات د افقي څخه عمودي شکل بدلون ته اړتیا لري په دې معني چې د اوسنۍ دود پر خلاف چې قدرت د وروڼو تر منځ روان دی په عمودي ډول یې اولادونو ته ورسیږي او په پای کې واک دده زور محمد ته ورسیږي».

د واشنګټن موسسې دا هم اعلان کړی چې، « ملک سلمان په پام کې لري په داسې حال کې چې تر اوسه حیات دی، د خپل زور محمد په ګټه له واکه لاس واخلي ترڅو دده زوی له هغه پیښو سره مخ نشي کوم چې د تیرو پادشاهانو زامن ور سره مخ شوي وو چې په دې سره به د عربستان واکمني دده کورنۍ غړیو ته پاتې شي».

دې لوړ پوړې سرچینې ویلي: تر اوسه دا نده روښانه چې د عربستان شاه به کله له واکه لاس اخلي خو کیدای شي دا حالات تر راتلونکو څو اونیو تر سره شي او اوس مهال پادشاه دې موخې ته د رسیدو لپاره ډير لګښت ځانګړی کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *