پر الجزیره شبکې د اخوان المسلیمین بشپړه واکمني

پر الجزیره شبکې د اخوان المسلیمین بشپړه واکمني

د قطر عدلیې وزیر ویلي اخوان المسلیمین د قطر الجزیرې پر شبکې بشپړه واکمني لري نو له دې مخې یې له قطر سره د نورو هیوادونو پر اړیکو بده اغیزه کړې ده

نجیب النعیمي تیره ورځ د الوطن له مصري ورځپانې سره په مرکه کې ویلي په قطر کې هیڅوک د اخوان المسلیمین له باورنو سره باور نلري بلکې دلته د ګټو خبره ده.

ده له دې سره چې ویلي قطر د اخوان المسلیمین د سیاست له مخې په خپل بهرني سیاست کې ماته خوړلې ویلي مونږ په تیروتنې سره له دوی سره لوبه کړې ده.

النعیمي زیاته کړې، د قطر دولت په دې فکر کې دی چې کولای شی له اخوان المسلیمین څخه په ګټې پورتته کولو سره خپلو لویو سیاسي موخو ته ورسیږي هغه سیاستونو ته چې په راتلونکې کې به مصر تونس او لیبیا او سوریه کابو کړي.

ده ویلي دا مسله عربي هیوادونه چې وهابیت نوم پرې ایښودل شوی نه مني او که چیرې په په مصر کې د اخوان المسلیمین د پنځو کلونو لپاره واکمني تر لاسه کړي نو له هغه برخلیک سره به مخ شي کوم چې اوس مهال لیبیا ورسره مخ ده.

دې قطري پخواني وزیر ویلي، د اخوان المسلیمن په شتون سره د قاهرې او دوحې ترمڼځ د اړیکو ښه ووالی شونی ندی ځکه چې اخوان السملیمن د قطر په اطلاعاتي او رسنیزو برخو واکمني لري او قطر یې د مصر په ګډون د یو شمیر هیوادونو پر وړاندې درلوی دی.

النعیمي ویلي چې د سوریې په هکله د قطر د ناسمو خبرونو په ګډون د مصر او نړۍ نورو مسایلو په هکله خبرونه خپاروي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *