په کشمير کې په لسگونه کسانو د هند د وروستيو خوځښتونوپروړاندې لاريون وکړ

د پاکستان تر لاس لاندي په کشمير کې په لسگونه کسانو د هند د وروستيو خوځښتونوپروړاندې لاريون وکړ

دوی د هند له لوري د دولسو پاکستانيانو پر وژل کيدو کلکه نيوکه وکړه او هند ته يي خبرداری ورکړچي د اوربند د ماتيدو لامل نشي

د پاکستان تر لاس لاندې په کشمیر کې په سلګونه کسانو د لاریون په تر سره کولو سره په دې وروستیو کې ګډې پولې ته نږدې د هند پر وروستیو خوځښتونو نیوکه وکړه او د ډهلي حکومت یې د اوربند پر ماتولو تورن کړ. لاریون کونکو د هند لومړي وزیر د انځور او بیرغ په سوځولو سره د هند وروستی برید ترهګریز ښودلی او د هند حکومت ته یې خبرداری ورکړی دی.

قاضي شهيد احمد-“د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ډيرې ترینګلې شوې دلیل یې هم ترهګري او د هند تیری دی. دا هندي ترهګرۍ د سیمې اوربند له ګواښ سره مخ کړی دی چې له امله به یې انساني ناورین رامنځ ته شي.”

دا لاریون هغه مهال په لاره واچول شو کله چې د هندي سرتیرو په ډزو کې دولس کسان ووژل شول. لاریون کونکو د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل ترڅو د هند خوځښتونو ته ځواب ورکړي. بله خوا د هند لومړی وزیر د پاکستان له اوسیدونکو وغوښتل ترڅو له هند سره د پوله ایزې جګړې پر ځای خپل کورنی اداري فساد له منځه یوسي.

نارندرامودي- “زه غواړم د پآکستان اوسیدونکو ته ووایم چې د یو سل پنځه ویشت کروړ هندیانو په سترګو کې اوښکې راځي کله چې په کشمیر کې ماشومان وژل کیږي. ټول هندیان د پاکستانیانو په ستونزو پوهیږي پآکستانیان باید پریکړه وکړي او حاکمان د جګړې پر ځای د اداري فساد له منځه وړلو ته اړ کړي.”

په دې وروستیو کې د هند او پآکستان ترمنځ پوله ایزې ستونزې ډيرې شوې دي دا دوه اټومي وسلې درلودونکي ګاونډي هیوادونه تل یو او بل د جګړې پر پیلولو تورنوي او یوه بل ته خبرداری ورکوي. پآکستان له هغه وروسته د هند په لور د درنو وسلو بریدونه پیل کړل کله چې د هندي سرتیرو په ډزو کې د دریو پولیسو په ګډون دولس پاکستانیان ووژل شول.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *