پر ايران د بنديزونو دوام د تهران او واشگټن تر منځ باور ته زيان رسولی

پر ايران د بنديزونو دوام د  تهران او واشگټن تر منځ باور ته زيان رسولی او کيداي شي د اټومي پلان په هکله هوکړه زيانمنه کړې  ايراني کار پوهان دي  ته په نغوتي سره د تحريمونو دوام له اټومي هوکړې يو دول سرغړونه بولي

د امریکا ولسي جرګې تیره اونۍ پر ایران بندیزونو ته چې په نولسو سوه شپږ نویم کال کې لږیدلي وو تر لسو نورو کلونو وغځول. له دې سره چې دا رایه ورکونه د ولسمشر لاسلیک ته اړتیا لري، خو د ایران ولسمشر او ددې هیواد کارپوهانو، دا د اټومي پلان په هکله د هوکړې پر وړاندې ګام ښودلي دی.

محمد مرندي- “داسې ښکاریده  چې هوکړه به ځینې بدلونونه رامنځ ته کړي او د سوداګرۍ د هوساینې په برخه کې به ایران نړیوالو بانکونو ته لاس رسۍ پیدا کړي. خو دا پریکړه مرسته نکوي بلکې زیان رسوي او زه فکر کوم چې دا د باور د له منځه وړلو په مانا دي. له دې داسې ښکاري چې امریکا د باور وړ شریک هیواد ندی.”

دده په وینا که چیرې دا پریکړه د امریکا د ولسمشر له لوري لاسلیک او په یوه قانون بدل شي ایران به هم په ورته ګام لاس پورې کړي او دا مسله به د اټومي پلان په هکله د ایران او پنځه جمع یو هیوادونو ترمنځ هوکړې ته زیان ورسوي.

تیره ورځ د ایران مشرآیت الله خامنه ایي ویلي وو پر ایران تر لسو کلونو د بندیز لګولو دوام له اټومي هوکړې څخه د امریکا نوې سرغړونه ده او که چیرې عملي شي ایران به ددې پریکړې پر وړاندې غبرګون څرګند کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *