د هند او پاکستان ترمنځ پوله ايزې ستونزې بيا ډيرې شوې دي

د هند او پاکستان ترمنځ پوله ايزې ستونزې بيا ډيرې شوې دي. د پاکستان له لوري د درنو وسلو کارولو گډې پولي ته نږدې هندي اسيدونکي انديښمند کړي دي

په ورته حال کي د هند کورنيو چارو وزير ويلي هنديان پر خپل پوځ باوري دي

په کشمیر کې د هندي سرتیرو له لوري په ډزو کې د پاکستاني سرتیرو له وژل کیدو وروسته دواړو خواوو د یوه بل پر وړاندې له درنو وسلو کار اخستی دی. دې حالاتو کشمیریان اندیښمند کړې او ورځینۍ چارې یې ځندول شوې دي. “کله چې مونږ د ښونځي په لور تګ ته چمتو کیږدو په ناببره توګه ډزې پیل شوې، زمونږ کورنۍ مونږ ښونځي ته پرې نښودو مونږ په خپلو کورنو کې پاتې شوو  او د درنو ډزو کارول پیل شول مونږ له دې ویریږو چې مونږ زیانمن نشو.”

“پاکستان ډزو ته دوام ورکوي مونو اړ شوو چې له خپلو کورنو ووځوو او ځنګله ته پناه یوسو د درنو ډزو غږونه  اوریدل کیږي  او هندي پوځیانو هم د ډزو ځوابونه ورکوي.”

پولې ته نږدې د هندي اوسیدونکو اندیښنې په داسې حال کې د ډيریدو په حال کې دي چې د هند کورنیو چارو وزیر ویلي هندیان باید پر خپلو پوځیانو باور ولري.

د هند او پاکستان ترمنځ د ستونزو په ډيرښت سره چې دواړه هیوادونه د اټم لرونکي دي، د دوه زره دریم کال اوربند هم د ماتېدو په حال کې دی. ستونزې هغه مهال ډيرې شوې کله چې هند پاکستان پر یوه هندي پوځي هډه کې په ډله ایز برید کې په لاس لرلو تورن کړ، په هغه برید کې چې له امله یې اولس کسان ووژل شول. خو پاکستان دا تورنه رد کړي او هند دولت یې د ګډ وډیو د رامنځ ته کولو په هڅو تورن کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *