د عراق په موصل کي پر داعش کړۍ راتنگه شوي ده
د عراق په موصل کي پر داعش کړۍ راتنگه شوي ده
عراقي ځواکونو له دې سره ويلي، چي د عملياتو پنځم پړاو پيل شوی دی بله خوا داعش د يوې ويډیو په خپرولو سره د حره په سيمه کي د يوې پوځې هډې د نيولو ادعا کړې ده
د موصل کلابندۍ په بشپړیدو سره د عملیاتو څلورم پړاو پای ته رسیدلی او په دې عملیاتو کې ګډون کونکو ځواکونو د نورو سیمو د عملیاتو لپاره چمتوالی نیولی دی. د ملیشو یوه قومندان له دې سره ویلي په دې عملیاتوکې هره وسله وال لوری د یوې سیمې د نیولو مسولیت لري او دا عملیات په بشپړې همغږۍ سره پر مخ روان دي.
ابومهدي مهندس- “څلورم پړاو پای ته رسیدلی مونږ تلعفر ته رسیدلي یو او تر سنجاره چې هلته زمونږ پیشمرګه وروڼه دي، کلابندي بشپړه شوې اوس مهال موصل له تولو اړخونو کلابند دی د ښآر ټولې لارې تړل شوې دي یواځې د تل عفر او موصل لاره پرانستلې ده زمونږ موخه د لویدیځ له لوري د ټولو لارو بندول ده.”
له دې سره داعش هم له مقاومته لاس ندی اخستی او رسنیزو تبلیغاتو ته یې دوام ورکړی دی ددې ډلې له انټر نیټ پانې څخه د خپرې شوې ویډیو له مخې داسې ښکاري چې دوی د عراقي پوځ یوه هډه نیولې ده.
د موصل عملیات له څو اونیو راهیسې، د عراقي پوځ سربیره د یو شمیر وسله والو ډلو له لوري او د امریکا په مشری د اتیلاف له هوایي بریدونو سره په لاره اچول شو دي. د عملیاتو موخه له داعش څخه د موصل ښار نیول ده.