اروپا د ترهګریزو ډلو ملاتړ کوي
اروپا د ترهګریزو ډلو ملاتړ کوي
د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وایي د اروپایي پارلمان رایه چې په اروپایي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب په هکله خبرې وځنډیږي، “زمونږ په نظر بې ارزښته دي”.
په ترکیه د ناکامې کودتا وروسته د ترکي مقاماتو له لورې په پراخه توگه د مخالفینو د نیولو او بندي کولو په وړاندې اروپایي ټولنې او نړیوالو سازمانونو په غبرگون کې ویلي چې دا کار د حکومت د سیاسي مخالفینو د ځپلو په معنی دي. خو ښاغلي اردوغان د چارشنبې په ورځ یو ځل بیا اروپا په دې تورنه کړه چې د ترهگریزو سازمانونو اړخ نیسي.
ښاغلي اردوغان په استانبول کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان په غونډه کې وویل ” په وار وار مو دا روښانه کړې چې مونږ د اروپایي ټولنې د زیات شمیر غړو هیوادونو په پرتله اروپایي ارزښتونو ته پاملرنه کوو، خو مونږ د غربي ملگرو له لورې ټینگ ملاتړ نه دی لیدلی او په هیڅ وعده وفا نه ده شوې”.
هغه زیاته کړه چې “سبا ته اروپایي پارلمان غونډه کوي او د ترکیې سره د اروپایي ټولنې د خبرو په اړه رایه ورکوي… که نتیجه هر څه وي، دغه رایه زمونږ له نظره ارزښت نه لري”.
په ترکیه کې له ناکامې کودتا وروسته د مخالفینو پر وړاندې د هغه هیواد د سخت چلند په وجه د اروپایي پارلمان مخکښو غړو د سه شنبې په ورځ د اروپایي ټولنې او ترکیې ترمنځ د غړیتوب پر سر د خبرو د ځنډولو غږ وکړ.
له ناکامې کودتا وروسته په ترکیه کې د عسکرو، پوهانو، قاضیانو، ژورنالیستانو او کردي مشرانو په گډون څه دپاسه ١٢٥٠٠٠ کسان په کودتا کې د لاس لرلو په تور توقیف شوي او یا هم بې درکه کړای شوي دي. دغه عمل د مخالفینو، بشري حقونو د ډلو او یو شمیر لویدیځو متحدینو له لورې د حکومت د ټولو مخالفینو د ځپلو هڅه گڼل کیږي.