سپينې ماڼۍ او پنټاگون د کنگرې له هوکړې سره پر ايران د ايربس الوتکو پلورل د اټومي هوکړې يوه برخه وښوده.

سپينې ماڼۍ او پنټاگون د کنگرې له هوکړې سره پر ايران د ايربس الوتکو پلورل د اټومي هوکړې يوه برخه وښوده.

دې ده بنسټونو ويلي دا مسله اټومي وسلي ته د ايران له لاس رسي سره هيڅ ډول اړيکه نلري

د امریکا کنګرې پر ایران د ایربس الوتکو له پلور سره هوکړه کړې ده. له دې سره چې د ټرامپ د واکمنۍ پر مهال له ایران سره د اټومي هوکړې د لغوه کیدو په هکله ویره شتون لري، خو سپینې ماڼۍ او کنګرې ویلي چې دا مسله د اټومي پلان سره تړاو نلري.

جان کربي- “دا د اټومي هوکړې یوه برخه ده. فکر کوم زمونږ همکارانو په سپینه ماڼۍ کې دا مسله په پام کې نیولې ده او ددې نورماله حالت په هکله او د هوکړې دې برخې ته یې پاملرنه کړې ده او پر اهمیت یې پوه شوي دي.”

په ورته حال کې ایران هم په اټومي هوکړه کې هر ډول بدلون د نه منلو وړ ښودلی او پر دوی د ایر بس الوتکو پلور د هوکړې یوه برخه بولي. کار پوهان وایي: له ایران سره د هوکړې لغوه کول ناشونې ندي، له دې سره ټرامپ له ډیریو هغه شعارونو شاتګ کړی دی کوم چې د ټاکنیزو مبارزو پر مهال یې ورکړي دي، چې له دې څخه له مکزیک سره د دیوال رغولو، هیلاري کلنټون ته د دوسیې له اچولو او د هوا د بدلون په هکله د هوکړې له ادعاوو څخه شاتګ شمیرلی شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *