د سوريې دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د نوي ځواک له رامنځ ته کولو خبر ورکړی دی
د سوريې دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د نوي ځواک له رامنځ ته کولو خبر ورکړی دی
دا په داسي حال کي ده چي د ترکيي تر ملاتړ لاندې وسله وال د الباب ښار ته د ننه شوي او پر رقي ښار د امريکا او ترکيي له لوري هوايي بريدونه روان دي
د سوریې د پوځ ویاند علي میهوب ویلي: د پنځم لښکر په نامه د سوریې د دولت له لوري رامنځ ته شوی پنځم پوځ، له سوریې څخه د دفاع وړتیا لري او ډیر ژر له وسله والو مخالفینو د سوریې د ټولو سیمو د پاکوالي عملیات پیل کړي. دا په داسې حال کې ده چې د دولتي سرتیرو په حلب ښار کې پرمختګ کړی دی.
علي ميهوب- “د اوسني حالت د بدلون په ځواب کې او د وروستیو لاسته راوړنو له مخې د سوریې دولت د پنځم ځواک په نامه سرتیري رامنځ ته کړي، دا کسان داوطلب دي او د سوریې د ټولو سیمو د نیولو عملیات به په لاره واچوي.”