د افغانستان روڼتيا سازمان له فساد سره مبارزه د ظرفيتونو له نيمگړتياوو سره مخ بولي

په داسې حال کي چي د افغانستان روڼتيا سازمان له فساد سره مبارزه د ظرفيتونو له نيمگړتياوو سره مخ بولي او پر قضايي کړنو د څارني کميسيون د رامنځ ته کولو وړانديز کوي خو روڼتيا نړيوال سازمان له اداري فساد سره د مبارزي لپاره د افغان حکومت خوځښت گټور بولي

له اداري فساد سره نامالومه راتلونکي!

د روڼتیا نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې بنسټ د دولتي چارواکیو د شتمنیو له ثبت سره تړلې چې تر اوسه دا کار ندی شوی.

ددې سازمان آسیایي څانګې مشر ویلي: اوس مهال په افغانستان کې له هرو اتو ډالرو څخه یو ډالر ورکیږي.

له دې سره ده زیاته کړې: افغان حکومت تر اوسه په دې برخه کې څو ځله لاس په کار شوی او باید دې کړنو ته په ښه سترګه وګورو

ده ویلي افغانستان د بروکسل ناستې مخکې له نړیوالې ټولنې سره پنځوس ژمنې کړې دي.

“د افغانستان قضایي اداره په خپله له فاسدترینو ادارو څخه شمیرل کیږي به لومړي ګام کې دا اداره باید له فساد څخه پاکه کړل شي او له دې وروسته به د فساد پر وړاندې مبارزه بریالۍ پایلې ولري”

له دې سره د افغانستان روڼتیا سازمان ویلي، اوس مهال د اداري فساد پر وړاندې رامنځ ته شوي جوړښتونه د افغانستان خلکوته ځواب ویونکي ندي او باید دا بنسټونه خپلواکه او له سیاسي مداخلو پاک وي. د روڼتیا سازمان له دې ستونزې د وتو لپاره د یوه څارونکي کمیسیون د رامنځ ته کولو وړاندیز کړی دی.

تر اوسه د ادارې فساد دوه ډاګیزې محکمې تر سره شوې خو د افغانستان روڼتیا سازمان وایي چې مفسیدونو سره سیاسي چلند کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *