د موصل عمليات دوام لري هغه کسان چي په پنډغاليو کي ژوند کوي له دي حالته ستومانه شوي

د موصل عمليات دوام لري او د سيمي اوسيدونکي د تيښتي هڅې کوي. له دي سره هغه کسان چي په پنډغاليو کي ژوند کوي له دي حالته ستومانه شوي او د عادي ژوند پيلولو ته شيبي شماري

د موصل په یو شمیر سیمو کې سخته نښته روانه ده اوملکي کسان د سپینو بیرغونو په پورته کولو سره د جګړې له سیمې تښتي. له دې سره داعش هم د موټر بم په چاودنو سره د موصل مرکز ته د عراقي سرتیرو دپرمختګ مخنیوي هڅې کوي.

د عراق جګره نورې څیرې هم لري، لکه د کډوالو لپاره د زدکړو یو ټولګۍ چې په یوه کیږدۍ کې په لاره اچول شوی دی. دا ټولګي له ماشومانو د ملاتړ ادارې له لوري رامنځ ته شوی او د عراقي ښونکیو په مرسته پر مخ بیول کیږي.

له دوه زره څوارلسم کال راهیسې دموصل ښار د داعش په واک کې وو او په دې وروستیو کې د عراق دولت ددې ښار د نیولو لپاره د امریکا د هواییي بریدونو په مرسته عملیات پیل کړي دي، او له داعشه ددې ښار نیول د دې ډلې د جرړو د له منځه تلو په مانا دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *