داعش د امریکا او ترکیې د هوایي بریدونو د ویجاړیو انځورونه خپاره کړي دي.
داعش د امریکا او ترکیې د هوایي بریدونو د ویجاړیو انځورونه خپاره کړي دي. همدارنګه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې ددوی تر ملاتړ لاندې وسله وال د الباب ښار ته د ننه شوي دي.
رجب طيب اردوغان- “مونږ د الباب ښار ته ورسیدو او دا ښآر مو د لویدیځ له لوري کلابند کړی وو خو دا هم بسنه نکوي دا چې ولي مونږ هلته ځو؟ ځکه چې هلته د کرد وسله وال شتون لري دوی باید دا سیمې پریږدې او د سوریېي ختیځ ته لاړ شي.”
دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په حلب کې جګړه روانه ده او ملګرو ملتونو ددې ښار د اوسیدونکو د حالت په هکله خواشیني ښودلې ده. دوی ویلي ددې سیمې اوسیدونکي د ژوندانه لومړنیو توکیو ته هم لاس رسی نلري او له ډیریو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.