بنسټپاله ډلې به په هيواد کي د مذهبي جگړې په رامنځ ته کولو بريالۍ نشي

بنسټپاله ډلې به په هيواد کي د مذهبي جگړې په رامنځ ته کولو بريالۍ نشي د حج او اوقافو وزارت مرستيال ويلي: په دي موخه له يوه کال راهيسي هځې پيل شوي خو د هيواد سني او شيعه اوسيدونکي به خپل منځي سوله ايز ژوند ته دوام ورکړي

د باقر العلوم په جومات کې د تیرې ورځې برید چې پړه یې داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخستې، د افغان چارواکیو او عالمانو کلک غبرګون یې له ځان سره درلود.

له دوی څخه د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعي الحق، ددې بشري ضد کړنې په هکله ویلي: د داعش ترهګریزه ډله په افغانستان کې دسني او شیعه ترمنځ د جګړې د رامڼخ ته کولو هڅې کوي، خو ترهګریز ډلې به هیڅ کله په خپلو دې شومو موخو کې بریالی نشي.

ښاغلي عابد زیاته کړې: له یوه کال راهیسې په هیواد کې د شیعه اوسیدونکو پر مرکزونو بریدونه روان دي او موخه یې د سني او شیعه ترمنځ دجګړې رامنځ ته کولو ده خو ددوی دا پلانونه به له خاورو سره خاورې شي او په افغانستان کې به سنی او شیعه د تیر په څیر له یوه بل سره د ورورګلوی ژوندانه ته دواوم ورکړي.

بله خوا په ولسمشرۍ ماڼۍ کې چارواکیو ویلي: افغان ولس له داعش سره د مبارزې په برخه کې له حکومت سره یوځای دی او د داعش ډله چې په هره موخه رامنځ ته شوې او په هره موخه چې په دې ډول بریدونو لاس پورې کوي خپل هدف ته به ونه رسیږي او افغانان به ددې ښکارندې پر وړاندې مبارزه وکړي.

په ورته حال کې د خاتم النبیین ص علمیه حوزې طلابو هم د تیرې ورځې دا ځناوري برید په کلکو ټکو غندلی ویلي یې دي چې دا ډول بریدونه به د افغانانو ترمنځ د بیلتون او واټن د رامنځ ته کیدو لامل ونه ګرځي بلکې د دیني وروڼو ترمنځ به اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *